د کرنې وزارت د کارکوونکو چارو رییس په مشرۍ کونړ کې د ښه مدیریت او اداري نظم ورکشاپ ترسره شو
۱۰ مرغومې ۱۴۰۴ه.ش
۱۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو رییس محمد عثمان ترابي د مسلکي ټیم او د یاد ریاست د سلاکار استاد محمد حنیف احسان په ملتیا د کونړ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ته د سفر پر مهال د فعالیتونو د نظارت او ارزونې ترڅنګ د «ښه مدیریت» تر عنوان لاندې کارکوونکو ته روزنیز ورکشاپ ترسره کړ.
د دغه سفر موخه د اداري فعالیتونو نظارت او ارزونه، د ښه مدیریت د اصولو ترویج او د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه د روزنیز ورکشاپ دایرول وو.
د غونډې په پیل کې ښاغلي ترابي د ښه مدیریت، ولس ته د شفافو خدماتو د وړاندې کولو، اداري نظم او ډسپلین په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او یاد موضوعات یې د کونړ ولایت د کرنې ریاست له کارکوونکو سره شریک کړل. هغه ټینګار وکړ چې اغېزمن مدیریت د ادارو د پرمختګ او د خلکو د باور د پیاوړتیا بنسټ جوړوي
ورپسې د کونړ د کرنې رییس مولوی محمد سرور د راغلي پلاوي څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې داسې پروګرامونه د کرنې ریاست ټولو کارمندانو لپاره خورا مهم دي، چې په اساس به یې په اداره کې د کارکوونکو وړتیا لوړېږي.
وروسته د یاد ریاست د سلاکار استاد محمد حنیف احسان له لوري د ښه مدیریت تر عنوان لاندې مفصل پریزنټېشن وړاندې شو، چې پکې د اداري چارو د سمون، د کاري موثریت لوړولو او د مسلکي چلند پر ارزښتونو رڼا واچول شوه.
په پای کې د کونړ ولایت د کرنې ریاست په استازیتوب د کرنیزو خدماتو آمر حاجي محمد الله فاروقي راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد ریاست د کارکوونکو د مسلکیتوب، ښه مدیریت، هېواد او خاورې ته د ژمنتیا او وفادارۍ ستاینه وکړه. نوموړي زیاته کړه، چې د کونړ ولایت د کرنې ریاست رهبري ژمنه ده، څو په بېلابېلو وختونو کې خپل کارکوونکي وهڅوي چې د بزګرانو او مالدارانو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې ترسره کړي.
