د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس د کابل اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Wed, Dec 31 2025 9:29 AM

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي محب‌الله انعام د کابل د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او کارکوونکو ته یې د اداري اخلاقو د مراعت، د سیرت او صورت د نبوي سنت سره د برابرولو او له مراجعینو سره د نېک چلند په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
د دې لیدنې پر مهال، مولوي محب‌الله انعام د اراضۍ ریاست کارکوونکي د اخلاقي اصولو مراعت، په کاري چاپېریال کې د ښه سلوک، له همکارانو او مراجعینو سره د متقابل احترام او همدارنګه د آمر مافوق د اوامرو د تطبیق په پار وهڅول او ټینګار یې وکړ، چې د سیرت او صورت ترمنځ همغږي د اداري نظم د پیاوړتیا او د خدمتونو د ښه والي په برخه کې مهم رول لري.
همدارنګه، د دې لیدنې په ترڅ کې د کارکوونکو ظاهري وضعیت، د چلند ډول او کاري سلوک وارزول شو او د ښه والي لپاره اړینې سپارښتنې وړاندې شوې.
یاده لیدنه د کرنې وزارت امام مولوي جمعه‌خان او مولوي شفیق‌الله په حضور کې ترسره شوه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS