د میدان وردګو جلیز کې جوړو شویو شنوخونو څخه لیدنه او کروندګرو سره مرسته

mail-admin
Sun, Dec 28 2025 9:39 AM
د میدان وردګو جلیز کې جوړو شویو شنوخونو څخه لیدنه او کروندګرو سره مرسته

د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالی د سنګلاخ په حوزه کې د «ان.سي.اې» مؤسسې له لوري جوړو شوو شنو خونو څخه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلو کارمندانو لېدنه ترسره کړه او د یادو پروژو د تطبیق بهیر یې وارزاوه.
د چارواکو په خبره د شنو خونو د جوړولو چارې په ښه، شفاف او منظم ډول ترسره شوې دي. همدارنګه په یاده حوزه کې ۵۰ تنه بزګران او بڼوال د کرنیزو وسایلو له کیټونو څخه برخمن شول.
په یادو کیټونو کې یوه جوړه موزې، دستکش، وړه قیچي، بیل، د دواپاشۍ پمپ، یوه جوړه دریشي او یو دانه لور شامل وو، چې د «ان.سي.اې» مؤسسې له خوا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په پوره همغږۍ مستحقو بزګرانو او مالدارانو ته ووېشل شول.
په پای کې د جلریز ولسوالی بزګرانو او مالدارانو د یادو مرستو له امله خپله خوښي څرګنده کړه او د «ان.سي.اې» مؤسسې او د کرنې ریاست له چارواکو څخه یې مننه او قدرداني وکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS