‏ د للندر د اوبو بند د استملاکي چارو د چټکتیا په موخه غونډه ترسره شوه

mail-admin
Thu, Dec 25 2025 1:33 PM
‏ د للندر د اوبو بند د استملاکي چارو د چټکتیا په موخه غونډه ترسره شوه

‏‏۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
‏‏د للندر د اوبو بند پروژې د استملاکي چارو د چټکتیا په موخه د اوبو او انرژۍ وزارت د انجینري تاسیساتو لوی ریاست په مقام کې غونډه ترسره شوه.
‏په یاده غونډه کې د ارزونې، استملاک او بیامېشتدنې رییس مولوي سیف‌الله الیاس، د انجینري تاسیساتو عمومي رییس انجنیر عبدالغفور عمري، د کابل ولایت د سیندیزې حوزې عمومي رییس مولوي احسان‌الله حقیار، او د ارزونې، استملاک او بیامېشتدنې ریاست یو شمېر آمرینو ګډون درلود.
‏‏د غونډې په پیل کې د انجینري تاسیساتو عمومي رییس د للندر د اوبو بند پروژې د اهمیت او ارزښت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. وروسته د ارزونې، استملاک او بیامېشتدنې رییس د یادې پروژې د ترسره شویو استملاکي چارو په اړه تفصیلي معلومات شریک کړل.
‏نوموړي ډاډ ورکړ چې د للندر د اوبو بند پروژې استملاکي چارې د اصولو او مقرراتو سره سم په چټکۍ روانې دي، او هڅه کېږي چې دغه چارې په لنډ وخت کې بشپړې شي، تر څو د پروژې د عملي پیل لپاره لازم شرایط برابر شي.
‏‏ په یاده غونډه کې د یو باصلاحیته کمېټې د جوړولو پرېکړه هم وشوه، چې د کابل والي او د اړوندو وزارتونو مرستيالان به یې غړي وي، تر څو ټاکل شوې چارې په قانوني، منظم او اغېزمن ډول پر مخ ولاړې شې، او همدارنګه د پروژې لپاره د معرفي شویو استملاکي ټیمونو د شته ستونزو او هغو ننګونو په اړه هر اړخیز بحث وشو چې  استملاکي ټیمونه د ساحوي چارو پر مهال ورسره مخ دي، او د حل لارې یې وڅېړل شوې.
‏‏په پای کې، دواړو لورو د کارونو د لا ښه تنظیم، همغږۍ او مؤثر تطبیق په موخه یو بل ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ، او غونډه د اختتامیه دعا په کولو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS