د ځمکو د اجارې د یو شمېر دوسیو د بررسۍ په موخه پلاوی کونړ ولايت ته سفر وکړ 

mail-admin
Thu, Dec 25 2025 1:29 PM
د ځمکو د اجارې د یو شمېر دوسیو د بررسۍ په موخه پلاوی کونړ ولايت ته سفر وکړ 

۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست د ځمکو د اجارې او پانګه اچونې رياست لخوا د کونړ ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د ځمکو د اجارې د دوسیو د بررسۍ په پار پلاوی ياد ولايت ته سفر وکړ.
په د غه سفر کې چې مشري یې د ځمکو د اجارې رييس مولوي حضرت محمد طیب کوله د ځمکو د قراردادونو د نظارت او تنفيذ رييس شيخ محمود حميدي او د دغه رياست يو شمېر آمرينو او کارکوونکو ګډون درلود.
د ياد سفر موخه د کونړ ولايت په سرکاڼو، خاص کونړ او څوکۍ ولسوالیو کې د ځمکو اجارې د دوسیو ارزونه بلل شوی دی.
ياد پلاوی په پيل کې د کونړ ولايت له مرستيال مولوي عبدالله حقاني او د دغه ولايت د کرنې رييس سره وکتل او د يادې موضوع په اړه خبرې وکړې.
په پیل کې د کرنې وزارت د ځمکو د اجارې رييس داسې وويل: «د ياد ولايت د سيمې خلکو غوښتنه ده، چې کومې ځمکې چې غواړی شرکتونو ته په اجاره ورکړی د هغو پر ځای دې مونږ ته په اجاره راکړ شي. ځکه موږ د همدغې سيمې خلک يو نو زمونږ غوښتنه له مربوطه څانګې څخه ده چې دغه ځمکې په قانوني او اصولي توګه مونږ ته راکړ شي.»
ورپسې د ياد ولايت مرستيال او د کرنې ریاست مسوولينو هم د يادې موضوع په اړه خپل نظرونه شريک کړل او وويل که له دغې لارې د سيمې خلکو ته ګټه وي او دوی وکړای شي، چې له دغه لارې خپل د ژوند اړتياوې برابرې کړي نو ښه به دا وي چې دا ځمکې خپلو مستحقو کسانو ته په اجاره ورکړ شي.
په پای کې په يادې موضوع کې ښکېل نوموړو ادارو پرېکړه وکړه، چې له مفصلې بررسۍ څخه وروسته به پرېکړه وشي چې د يادو ځمکو د اجارې ټړون له چا سره لاسليک شي او په دې برخه کې به دواړې خواوې له يو بل سره هر راز همکارۍ ته ژمن وي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS