دکونړ د کرنې ریاست او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د همغږۍ او همکاریو په موخه ناسته وشوه

user-admin
Tue, Dec 23 2025 4:15 PM
دکونړ د کرنې ریاست او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د همغږۍ او همکاریو په موخه ناسته وشوه


۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په کوربتوب، د یاد ریاست د مشرتابه، تخنیکي آمرینو او مسلکي کارکوونکو په ګډون، د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» او «اې.وای،اس،او» مؤسسې له اړوندو مسؤلینو سره رسمي ناسته ترسره شوه، چې موخه یې د روانو پروژو ارزونه او د راتلونکو همکاریو پیاوړتیا وه.
دغه ناسته د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مقام کې د دې ریاست رییس مولوي محمد سرور صادق، د تخنیکي آمریتونو آمرینو او اړوندو مسلکي کارکوونکو په ګډون، د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او»د ختیځ زون د کرنې د بېلابېلو برخو له رهبري مسؤلینو سره، او همدارنګه د «اې.وای،اس،او» مؤسسې د کابل، ننګرهار او کونړ دفترونو څخه راغلي پلاوي سره ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د «اف.اې.او» له لوري د هغو فعالیتونو او پروژو یادونه وشوه، چې دکرنې په سکتور کې د خوړو خوندیتوب، د اصلاح شویو تخمونو وېش، د کیمیاوي سرو برابرول، د مالدارۍ پراختیا، د اوبو د سم مدیریت او د کرنې اړوند په نورو مهمو برخو کې عملي کېږي.
د کونړ د کرنې رییس او مسلکي کارکوونکو د «اف.اې.او» او «اې.وای،اس،او» له  پلاوي څخه د کرنې، مالدارۍ، د ځنګلونو د ساتنې او د اوبو د مدیریت په برخو کې د ترسره شویو فعالیتونو او مرستو له امله مننه وکړه. نوموړي د یادو برخو د لا پیاوړتیا لپاره د نويو او اغېزناکو پروژو غوښتنه هم وکړه او د ولایت د کرنیزو اړتیاوو او لومړیتوبونو په اړه یې خپل نظرونه او سالم وړاندیزونه له راغلي پلاوي سره شریک کړل.
راغلي پلاوي د کونړ د کرنې ریاست رهبري ټیم ته ډاډ ورکړ، چې یادې اړتیاوې او وړاندیزونه به په خپلو راتلونکو پلانونو او نويو پروژو کې په جدي ډول په نظر کې ونیسي. همدارنګه یې د کرنې ریاست لپاره په نږدې راتلونکي کې د نويو پروژو د پیل زیری ورکړ.
په پای کې د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست استازو او رهبري ټیم د راغلي پلاوي له حضور، همکارۍ او د کرنې په برخه کې د ترسره کېدونکو خدمتونو او فعالیتونو څخه مننه وکړه او د لا ډېرو ګډو همکاریو هیله یې څرګنده کړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS