د تولیدي فابریکو د ستونزو ارزونې او د کرنیزو مارکېټونو د تحلیل په موخه ختیځ زون ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر

user-admin
Tue, Dec 23 2025 4:12 PM
د تولیدي فابریکو د ستونزو ارزونې او د کرنیزو مارکېټونو د تحلیل په موخه ختیځ زون ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر


۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی د خصوصي سکتور د پراختیا د رییس قاري محمد اکبر امیني په مشرۍ، د کرنیزو او مالدارۍ تولیدي فابریکو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او د کرنیزو مارکېټونو د تحلیل په موخه د ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو ته سفر وکړ.
د یاد پلاوي اساسي موخه د کرنیزو او حیواني محصولاتو د تولیدي فابریکو لیدنه، د کرنې او مالدارۍ د بنسټونو ارزونه، د مارکېټونو د وضعیت تحلیل او په ختیځ زون کې د شته ستونزو او ننګونو راټولول دي، تر څو اړوندو چارواکو ته د مناسبو حل‌لارو د موندلو په موخه یو هر اړخیز راپور وړاندې شي.
په همدې لړ کې، یاد پلاوي د ننګرهار په ولایت کې د یاد ولایت دکرنې رییس مولوي محمد ولي محسن،  او همدارنګه د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې له رییس او کارکوونکو سره لیدنه او خبرې اترې وکړې. په دغو ناستو کې د دولتي او خصوصي سکتور ترمنځ پر ګډې همکارۍ، د کاري پروګرامونو د پرمخ بېولو، د کورنیو تولیداتو د پراختیا او د شته خنډونو د له منځه وړلو ټینګار وشو.
همدارنګه د کرنې وزارت پلاوي د جلال‌اباد ښار د شیخ مصري صنعتي پارک کې له یو شمېر تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه. په دغو لیدنو کې د خالص تېلو فابریکه، د شیرزاد عزېزي د وريجو او حبوباتو د پروسس فابریکه، د چرګانو د دانې تولید فابریکه «کندهار دانه»، د هګۍ ورکوونکو چرګانو د روزنې فارم «انصاف کوثر»، د انجنیر قاسم د مالدارۍ فارم او د ستروسو (مالټې) بڼ، او د چرګانو د دانې تولید فابریکه «تل پسرلی» شاملې وې.
د کرنې وزارت چارواکو ټینګار کړی، چې د یادو لیدنو او ارزونو پایلې به تر راټولولو وروسته په رسمي ډول له اړوندو مقاماتو سره شریکې شي، تر څو د ستونزو د حل، د خصوصي سکتور د پیاوړتیا او په ختیځ زون کې د کرنیزو او مالدارۍ تولیداتو د ښه والي په موخه عملي ګامونه واخیستل شي.

سفر هییت وزارت زراعت به زون شرق به‌منظور بررسی مشکلات کارخانجات تولیدی و تحلیل مارکیت‌های زراعتی
۲ جدی ۱۴۰۴ هـ.ش
هییتی از وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به رهبری قاری محمد اکبر امینی، رییس انکشاف سکتور خصوصی، به‌منظور بررسی مشکلات و چالش‌های کارخانجات تولیدی زراعتی و مالداری و تحلیل مارکیت‌های زراعتی به ولایات ننگرهار، لغمان و کنر سفر کرد. 
هدف اصلی هییت، بازدید از فابریکه‌های تولیدی محصولات زراعتی و حیوانی، ارزیابی نهادهای زراعتی و مالداری، تحلیل وضعیت مارکیت‌ها و جمع‌آوری مشکلات و چالش‌های موجود در زون شرق بوده تا گزارش همه‌جانبه‌ای به مقامات ذیصلاح جهت یافتن راه‌حل‌های مناسب ارائه شود. 
این هییت در ولایت ننگرهار با مولوی محمد ولی محسن، رییس زراعت ننگرهار، و همچنان با رییس و کارمندان اتاق تولیدات زراعت و مالداری این ولایت دیدار و گفتگو کرد. در این نشست‌ها، بر همکاری مشترک میان سکتور دولتی و خصوصی برای پیشبرد برنامه‌های کاری، توسعه تولیدات داخلی و رفع موانع موجود تأکید صورت گرفت. 
همچنان هییت وزارت زراعت از شماری فابریکه‌های تولیدی واقع در پارک صنعتی شیخ مصری شهر جلال‌آباد بازدید کرد. این بازدیدها شامل فابریکه روغن خالص، فابریکه پروسس برنج و حبوبات شیرزاد عزیزی، فابریکه تولید دانه مرغ «کندهار دانه»، بریدر فارم مرغ تخمی «انصاف کوثر»، فارم مالداری و باغ ستروس (مالته) انجنیر قاسم و فابریکه تولید دانه مرغ «تل پسرلی» بوده است. 
مسؤولان وزارت زراعت تأکید کرده‌اند که نتایج این بازدیدها و ارزیابی‌ها پس از جمع‌بندی، به‌گونه رسمی با مقامات ذیربط شریک ساخته می‌شود تا در راستای حل مشکلات، تقویت سکتور خصوصی و بهبود تولیدات زراعتی و مالداری در زون شرق، اقدامات عملی روی دست گرفته شود.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS