د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس د کابل بادام‌باغ کې له اړوندو ریاستونو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Tue, Dec 23 2025 9:06 AM

۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي محب‌الله انعام د کابل د بادام‌باغ په سیمه کې د یاد وزارت له یو شمېر ریاستونو څخه لیدنه وکړه او کارکوونکو ته یې د اداري اخلاقو د مراعت، د سیرت او صورت د نبوي سنت سره د برابرولو او له مراجعینو سره د نېک چلند په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
د دې لیدنې پر مهال، مولوي محب‌الله انعام د اړوندو ریاستونو کارکوونکي د اخلاقي اصولو مراعت، په کاري چاپېریال کې د ښه سلوک، له همکارانو او مراجعینو سره د متقابل احترام او همدارنګه د آمر مافوق د اوامرو د تطبیق په پار وهڅول او ټینګار یې وکړ، چې د سیرت او صورت ترمنځ همغږي د اداري نظم د پیاوړتیا او د خدمتونو د ښه والي په برخه کې مهم رول لري.
همدارنګه، د دې لیدنې په ترڅ کې د کارکوونکو ظاهري وضعیت، د چلند ډول او کاري سلوک وارزول شو او د ښه والي لپاره اړینې سپارښتنې وړاندې شوې.
یاده لیدنه د کرنې وزارت امام مولوي جمعه‌خان او مولوي شفیق‌الله په حضور کې ترسره شوه او پلاوي د کرنیزو څېړنو عمومي ریاست، د خاورې‌پېژندنې څېړنو ریاست، د بوټو ساتنې ریاست، د کرنیزې میکانیزې ریاست، د تخمونو د تصدیق ریاست او د تطبیقي او تفاهمي څېړنو له ریاستونو څخه لیدنه وکړه.


بازدید رییس دعوت و ارشاد وزارت زراعت از ریاست‌های واقع در بادام‌باغ کابل
 ۲ جدی ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی محب الله انعام رییس دعوت و ارشاد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از شماری از ریاست‌های این وزارت در ساحه بادام‌باغ کابل بازدید کرده و کارمندان را در زمینه رعایت اخلاق اداری، برابر‌سازی سیرت و صورت مطابق سنت نبوی و برخورد نیک با مراجعین رهنمایی نمود.
در جریان این بازدید، مولوی محب الله انعام  رییس دعوت و ارشاد وزارت زراعت کارمندان ریاست‌های مربوطه را به رعایت اصول اخلاقی، حسن سلوک در محیط کاری، احترام متقابل با همکاران و مراجعین و همچنان تطبیق اوامر آمر مافوق تشویق و ترغیب کرد. وی تأکید نمود که هماهنگی میان سیرت و صورت، نقش مهمی در تقویت نظم اداری و بهبود خدمات‌رسانی دارد.
همچنان در جریان این بازدید، وضعیت ظاهری، طرز برخورد و سلوک کاری کارمندان مورد ارزیابی قرار گرفت و توصیه‌های لازم در راستای بهبود آن ارائه شد.
این بازدید با حضور مولوی جمعه‌خان امام مسجد و مولوی شفیق‌الله انجام شد و هیئت متذکره از ریاست عمومی تحقیقات زراعتی، ریاست تحقیقات خاک‌شناسی، ریاست حفاظت نباتات، ریاست میکانیزه زراعتی، ریاست تصدیق‌دهی تخم‌های بذری و ریاست تحقیقات تطبیقی و توافقی دیدن نمودند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS