کرنیزو پورونو ته د ښځو د لاس رسي په تړاو د همغږۍ غونډه وشوه
![کرنیزو پورونو ته د ښځو د لاس رسي په تړاو د همغږۍ غونډه وشوه](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2020-01/81598854_2965197070171540_6118352003174236160_o.jpg)
۱۸ مرغومي ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې ریاست د (AVC & HVC ) ادارو له لوري د کرنې په برخه کې ښځینه متشبثینو ته د پورنو د ورکړې په تړاو د دولتي ادارو او بانکونو له چارواکو سره د همغږۍ ګډه غونډه وکړه.
په دې غونډه کې، چې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ډاکټر محمد ضمیر بهسودي، د ښځو چارو ریاست استازې، د (AVC & HVC ) ادارو چارواکي، یوشمېر ښځینه متشبثینو او اړوندو چارواکو برخه اخیستې وو.
د ننګرهار د کرنې رییس ډاکټر محمد ضمیر بهسودي وویل: «دکرنې او مالدارۍ په برخه کې د اسلامي اصولو له مخې د پورونو ورکړه په دې برخه کې لا اسانتیاوې رامنځته کولای شي.»
ښاغلي بهسودي د کرنې ادارې له لوري مېرمنو ته په تېر کال کې د ترسره شويو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په تړاو هم معلومات وړاندې کړل.
ددې غونډې په ترڅ کې د بانکونو مسولینو د پریزټیشن په بڼه د پورونو د ورکړې په تړاو هر اړخیز معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.