د جلال آباد ښار نهمه ناحیه کې د یو چکډېم د جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
Sun, Dec 14 2025 9:17 AM
د جلال آباد ښار نهمه ناحیه کې د یو چکډېم د جوړولو چارې پیل شوې

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د جلال آباد ښار نهمې ناحیې غازي امان الله ښار ګوټي ترڅنګ د باراني اوبو زېرمه کولو او د ځمکي لاندې اوبو سطحې لوړولو په موخه د درې نیم میلیونه افغانیو په لګښت د یو چکډېم د جوړولو چارې پیل شوي.
د کرنې وزارت د نوي ټکنالوژۍ او اوبو لګولو رییس مولوي معاذ الله عادل وویل، چې د امیرالمومنین حفظه الله په ځانګړې لورېنه د ولسوالیو سربېره په هغو ناحیو کې، چې دباراني اوبو له امله د  سېلاب له ګواښ سره مخ دې د یو چکډېم جوړولو پلان لري.
نوموړي وویل، چې د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې پر مټ یي په ټولو ولسوالیو کې دځمکي لاندې اوبو تاندولو په موخه یو _ یو چکډېم جوړ کړی، چې د ځمکي لاندې اوبو په زیاتوالې کې مهم رول لوبولی.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن په خپلو خبرو کې چکډېمونه د ځمکې لاندې اوبو زیاتوالې او د سېلابونو مخنیوي کې مهم وباله او د کرنې وزارت څخه یي په ننګرهار کې د داسې پروژو د ډېزاین او تطبیق غوښتنه  وکړه.
دغه چکډېم ۱۵۰ متره اوږد والې، ۲۶ متره عرض او شپږ متره لوړوالې لری، چې د ۶۰ زره متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.
همدارنګه په دې بودیجې سره به د سره رود، ګوشتې او کوزکونړ ولسوالیو د چکډېمونو ویجاړې شوي برخې هم ورغول شي.


آغاز کار ساخت یک چکدم در ناحیه نهم شهر جلال‌آباد
۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
در ناحیه نهم شهر جلال‌آباد، در کنار گوشهٔ شهر غازی امان‌الله، به‌منظور ذخیره آب‌های بارانی و بلند بردن سطح آب‌های زیرزمینی، کار ساخت یک چکدم به هزینه سه‌ونیم میلیون افغانی آغاز گردیده است.
مولوی معاذالله عادل، رییس تکنالوژی جدید و آبیاری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری گفت که به‌برکت توجه خاص امیرالمؤمنین حفظه‌الله، این وزارت علاوه بر ولسوالی‌ها، در آن ناحیه‌هایی که به دلیل آب‌های بارانی در معرض خطر سیلاب قرار دارند نیز پلان ساخت چکدم‌ها را روی دست دارد.
وی افزود که وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از طریق بودجه انکشافی خود، به‌منظور تقویت و احیای آب‌های زیرزمینی، در تمامی ولسوالی‌ها یک‌یک چکدم اعمار کرده است که در افزایش سطح آب‌های زیرزمینی نقش مهمی داشته‌اند.
مولوی محمدولی محسن، رییس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، در سخنان خود چکدم‌ها را در افزایش آب‌های زیرزمینی و جلوگیری از سیلاب‌ها مهم خواند و از وزارت زراعت، آبیاری و مالداری خواست تا طراحی و تطبیق چنین پروژه‌هایی را در ننگرهار گسترش دهد.
این چکدم دارای ۱۵۰ متر طول، ۲۶ متر عرض و شش متر ارتفاع بوده و ظرفیت ذخیره ۶۰ هزار متر مکعب آب را دارد.
همچنان با استفاده از همین بودجه، بخش‌های تخریب‌شدهٔ چکدم‌های ولسوالی‌های سره‌رود، گوشته و کوزکنر نیز ترمیم خواهد شد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS