کندهار کې د مرخیړیو لومړني حاصلات راټول شول؛ د کوکنارو پر وړاندې بدیل کښت ته نوې هیلې

mail-admin
Tue, Dec 09 2025 11:10 AM
کندهار کې د مرخیړیو لومړني حاصلات راټول شول؛ د کوکنارو پر وړاندې بدیل کښت ته نوې هیلې

کندهار کې د مرخیړي کرنې لومړني حاصلات په بریالیتوب راټول شوي، چې د بزګرانو خوښۍ یې زیاتې کړې او د کوکنارو لپاره یې عملي بدیل ثابت کړی. چارواکي وايي دا پروګرام به د بزګرانو اقتصاد پیاوړی او د بدیلو کښتونو لړۍ نوره هم پراخه کړي.
په کندهار کې د لومړي ځل لپاره د مرخیړیو د کرنې له پیل وروسته، په خاکریز ولسوالی کې بزګران د دې نوې کرنیزې پروژې لومړني حاصلات راټولوي. دغه پروژه د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې ادارې «یو.ان.او.ډي.سي» په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ پلي شوې ده.
د پروژې له مخې، د ۳۰ بېوزلو کورنیو لپاره د ۲۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د مرخیړیو فارم جوړولو اړین توکي ویشل شوي وو. د هالنډ کمیټې مسؤلین وایي، چې یادو کورنیو ته د مرخیړي کرنې ټول ۲۳ قلمه ضروري توکي ورکړل شوي وو او اوس یې د حاصلاتو راټولول پیل کړي دي. د هغوی په وینا، مرسته ترلاسه کوونکي بزګران له دې نوې کرکېله خوښ دي او مرخیړي یې د کوکنارو د کښت پر وړاندې یو بریالی بدیل بللی دی، ځکه د دې نبات کرنه لږه خواري غواړي او ګټه یې لوړه ده.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې د دې پروژې موخه د کوکنارو پر ځای د بدیل کښتونو رواجول، د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه کول او د نوې ټکنالوژۍ پر مټ د کرنې سکتور معیاري کول دي. د چارواکو په خبره، یو بزګر کولای شي په خپل کور کې د یو کیلو تخم څخه د یوې میاشتې په اوږدو کې تر ۱۰ کیلو پورې مرخیړي په اسانه تولید کړي او مطلوب عاید ترلاسه کړي.
په ورته وخت کې، د مرخیړیو فارمداران هم دغه نبات د کوکنارو پر وړاندې غوره بدیل بولي او له اړوندو ادارو غوښتنه کوي چې ورته پروژې نوره هم پراخې کړي.
په دې وروستیو کې د کندهار د کرنې ریاست د کوکنارو پر وړاندې د بدیلو کښتونو موندلو هڅې چټک کړي دي. په تېر کال کې د مېوو، حبوباتو، تیلو، صنعتي او نورو نباتاتو په برخه کې پراخې څېړنې ترسره شوي او ګڼ شمېر کرنیزې مرستې بزګرانو ته وېشل شوي دي. د مرخیړیو د کرنې دغه نوې پروژه د همدې سلسلې یوه مهمه کړۍ ګڼل کېږي، چې تمه ده د سیمې د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره له مهمو بدیلونو څخه ثابته شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS