د غزني د زنخان د قومي مشرانو او د کرنې ریاست مشرتابه ناسته؛ د ستونزو د حل او خدمتونو د پراخېدو ژمنه وشوه

mail-admin
Mon, Dec 08 2025 11:56 AM
د غزني د زنخان د قومي مشرانو او د کرنې ریاست مشرتابه ناسته؛ د ستونزو د حل او خدمتونو د پراخېدو ژمنه وشوه

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د غزني ولایت د زنخان ولسوالی قومي مشرانو، دیني عالمانو او مخورو د دې ولایت د کرنې له رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب سره د یوې مهمې ناستې پر مهال د ولس ستونزې شریکې کړې، او د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د لا اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره نوې ژمنې وشوې.
دا ناسته د ولس ستونزو ته د حل لارو موندلو، د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو د پراخولو او د ادارې او خلکو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه ترسره شوې وه.
د غزني د کرنې رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب د ګډونوالو هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه، چې اداره یې د ولسونو د مشروع غوښتنو د پوره کولو لپاره جدي ژمنتیا لري. نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت پالیسۍ د ولس خدمت ته متوجه دي، او د کرنې او مالدارۍ د ودې له لارې به د اقتصاد پیاوړتیا او له بهرنیو مرستو د بې‌نیازۍ هدف ترلاسه شي.
قومي مشرانو د کرنې ریاست د فعالیتونو قدرداني وکړه او خپلې ستونزې یې د اوبو کمښت، اصلاح شویو تخمونو ته اړتیا، د حیواني خدماتو محدودیت او نورو برخو کې مطرح کړې.
په پای کې، مولوي محمد اسماعیل شکیب ژمنه وکړه، چې د زنخان ولسوالی غوښتنو ته به لازمه پاملرنه کېږي، او له اړوندو ادارو سره به همغږي نوره هم زیاته شي څو د خلکو لپاره لازم او موردِ اړتیا خدمتونه وړاندې شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS