د هلمند په مارجه کې د کرنیزو ځمکو د احیا او اصلاح لپاره د اوبو ایستلو د کانال د پاکولو پروژې پرانیسته

mail-admin
Mon, Dec 08 2025 9:47 AM
د هلمند په مارجه کې د کرنیزو ځمکو د احیا او اصلاح لپاره د اوبو ایستلو د کانال د پاکولو پروژې پرانیسته

د هلمند ولایت د مارجې ولسوالی د افضل سیمې د اوبو ایستلو د کانال د پاکولو پروژه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د استازو، د هلمند د کرنې ریاست د استازي، د مارجې ولسوالی د استازي او یو شمېر مشرانو او د سیمې د اوسېدونکو په حضور کې رسماً پیل شوه.
یاده پروژه چې ارزښت یې ۹۹۷ زره او ۱۲۹ افغانۍ دی، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودجې له لارې له مناف ناصري ودانیز شرکت سره قرارداد شوې ده. د دې پروژې په پلي کېدو سره به له ۲۵۰ جریبو څخه ډېره ځمکه له ولاړو اوبو خلاصه او د دوبي او ژمي د دواړو فصلونو د کروندې لپاره چمتو شي. همدارنګه له ۵۰۰ جریبو څخه زیاته بله ځمکه چې تر دې وړاندې یوازې یو فصل پرې کرل کېده، د دوو فصلونو د کر لپاره برابره شي.
د کرنې وزارت چارواکي وايي، چې د دې پروژې عملي کېدل به دکرنیزو سیمو په پراختیا، دایمي کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د کرنیزو حاصلاتو په زیاتوالي کې مهم او اغېزمن رول ولري.


افتتاح پروژه پاکاری کانال زهکشی جهت احیا و اصلاح زمین‌های زراعتی در هلمند
پروژه پاکاری کانال زهکشی قریه ساحه افضل ولسوالی مارجه هلمند با حضور نماینده‌گان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، نماینده ریاست زراعت هلمند، نماینده ولسوالی مارجه و شماری از بزرگان و باشندگان محل افتتاح و آغاز شد.
این پروژه به ارزش ۹۹۷ هزار ۱۲۹ افغانی از بودجه انکشافی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با شرکت ساختمانی مناف ناصری قرارداد شده است. با تطبیق این پروژه، بیش از ۲۵۰ جریب زمین از آب‌های ایستاده رهایی یافته و برای کشت دو فصله آماده می‌شود. همچنان بیش از ۵۰۰ جریب زمین دیگر که پیش از این تنها یک‌فصله کشت می‌شد، به حالت مناسب برای کشت دو فصله تبدیل می‌گردد.
مسئولان زراعت می‌گویند اجرای این پروژه در گسترش ساحات زراعتی، ایجاد فرصت‌های شغلی دایمی و افزایش تولیدات زراعتی نقش مهم و مؤثر دارد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS