هلمند کې د کېلې بوټي د تکثیر او پراختیا په پار هڅې کړندي شوي

content_admin
Sun, Jan 05 2020 3:37 PM
 هلمند کې د کېلې بوټي د تکثیر او پراختیا په پار هڅې کړندي شوي

۱۵ مرغومي ۱۳۹۸
د هلمند دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په څېړنیز فارم کې پر یوشمېر نوو نباتاتو څېړنې شوي دي، چې له دې ډلې د کېلي بوټې هم په توافقي ډول تر څېړنې لاندې نیول شوي و تر څو ددې ولایت د خاورې، اوبو او هوا سره یې توافق وارزول شي.
ددې څیړنې له مخې تر دې مهاله د یادو بوټو بدني وده او نمو په ښه حالت کې قرار لري او تر ډېره یې ددې ولایت له خاورې، اوبو او هوا سره ښه توافق ښودلي دي.
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د نوموړي بوټي د ترویج او تکثیر په موخه بزګرو ته عامه پوهاوی، عملي او نظري زده کړې هم ورکړل شوي دي .
د هلمند دکرنې ریاست د کېلې د بوټي د ترویج او تکثیر په برخه کې د خپلو هڅو په دوام ددې ولایت په څیړنیز فارم کې نږدې ۱۸۰ اصله د کیلې نوي بوټي کرلي دي، تر څو له مخې یې هلمند کې د کیلې بوټيپراختیا ومومي او ځمکوال وهڅیږي چې په خپلو ځمکو کې د کېلې کرکېلي ته مخه کړي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وویل، دوی هلې ځلې کوي چې په دې ولایت کې د کوکنارو د کرکېلي د مخنیوي په پار بزګرانو ته نوی ارزښت لرونکي کرنیزې توکي ور وپېژنې.
ښاغلي الکو وويل، په همدې موخه ددې ولایت په څېړنیز فارم کې د کېلي بوټي کرل شوي او پرې څېړنې شوي دي.
باید وویل شي، چې د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بزګرانو د ملاتړ او د کوکنارو د کرکېلي د بدیل پیداکولو په پار تل هلې ځلې کوی او په دې برخه کې یې ګڼ شمېر بریالي پروګرامونه هم پلي کړي دي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS