هلمند کې د ۲۱۳ انارو بڼونو د جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
Tue, Dec 02 2025 10:38 AM
هلمند کې د ۲۱۳ انارو بڼونو د جوړولو چارې پیل شوې

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند په ولایت کې د ۲۱۳ د انارو بڼونو د جوړولو کار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت ریاست د پراختیایي بودجې څخه، د کوکنارو کرلو لپاره د بدیل برابرولو، د پایدار معیشت پیاوړتیا او په دې ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي په موخه پیل شو.
ځايي چارواکي وایي، چې دا پروګرام به پر شرایطو برابرو کروندګرو لپاره عملي کېږي او د بڼونو تر جوړولو سربېره به د بڼوالۍ د مدیریت، اوبولګولو او د افتونو پر ضد د مبارزې په برخو کې اړینې تخنیکي روزنې هم ورکړل شي، تر څو د دغو بڼونو حاصلات زیات شي. 
د هغوی په وینا، د مثمرو بڼونو جوړول نه یوازې د کروندګرو د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې مهم رول لري، بلکې د ناسالمو کښتونو پر ځای د سالمو بدیلونو رواجولو او د کلیوالي اقتصاد پیاوړتیا لپاره هم زمینه برابروي.
همدارنګه، د جوړولو تر بشپړېدو وروسته به د تخنیکي ټیمونو له لوري د دوامدارې څارنې او ارزونې بهیر روان وساتل شي، تر څو بڼوال په ټولو پړاوونو کې له لازم ملاتړ څخه برخمن وي.
یاد پروژه په هلمند کې د پراخو پراختیایي پروګرامونو یوه برخه ده، چې د خلکو د معیشت پر ښه والي او د ګټورو کښتونو پر ترویج تمرکز لري.


آغاز کار احداث ۲۱۳ قطعه باغ انار در هلمند
۱۱ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
کار احداث ۲۱۳ قطعه باغ مثمر انار در ولایت هلمند از بودیجه انکشافی ریاست معیشت بدیل وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به  هدف ایجاد بدیل برای کشت کوکنار، تقویت معیشت پایدار و افزایش محصولات زراعتی در این ولایت آغاز شد.
مسئولان محلی می‌گویند این برنامه برای دهقانان واجد شرایط تطبیق می‌شود و در کنار ایجاد باغ‌ها، آموزش‌های تخنیکی لازم در بخش مدیریت باغداری، آبیاری و محافظت از آفات نیز ارائه خواهد شد تا حاصل‌دهی این باغ‌ها افزایش یابد.
به گفته آنان، ایجاد باغ‌های مثمر نه‌تنها در بهبود وضعیت اقتصادی دهقانان نقش مهم دارد، بلکه زمینه کاهش وابستگی به کشت‌های ناسالم و تقویت اقتصاد روستایی را نیز فراهم می‌سازد. همچنین قرار است پس از تکمیل کار احداث، روند نظارت و ارزیابی دوامدار از سوی تیم‌های تخنیکی ادامه یابد تا باغداران در تمام مراحل از حمایت لازم برخوردار باشند.
این پروژه بخشی از برنامه‌های بزرگ‌تر توسعه‌ای در هلمند است که بر بهبود معیشت مردم و ترویج کشت‌های مفید تمرکز دارد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS