د کرنې وزارت د سټراټیژیکو زېرمو رییس د فاریاب دکرنې رییس او اړوندو چارواکو سره وکتل

mail-admin
Mon, Dec 01 2025 12:01 PM
دیدار رئیس ذخایر استراتژیک وزارت زراعت با رئیس زراعت فاریاب و مسئولان مربوط

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوی فاریاب ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ددې ولایت د کرنې ریاست له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.
یاد پلاوی چې مشري یې د وزارت د سټراټیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقیار کوله، او ورسره قاري سمیع الحق، محمدپذیر حقپال او عبدالله جان خاکسار مل وو، د فاریاب دکرنې رییس مولوی جان مراد وقار سره د فاریاب ولایت دکرنې په ریاست کې وکتل.
په دغه ناسته کې د کرنیزو چارو آمر او د کميټې نور غړي هم حاضر وو.
د سټراټیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقیار د سټراټیژیکو غنمو د ساتنې موضوع د ملي اهمیت وړ وبلله او په ټینګار سره یې وویل، چې د زېرمه شوو غنمو د معیاري مراقبت او خوندیتوب لپاره باید جدي او پرله‌پسې اقدامات وشي. ښاغلی حقیار دغه راز وویل: « ګمارل شوی کمیته د غنمو دساتنې او لیدنې راپور باید په ١٥ ورځو کې په  رسمې فارمت کې تعین شوی مسؤل ته  ورولېږي. او کوم ژوندی حشرات چې په زېر مه شویو غنمو په دلیو پیداشول ژر تر ژره به یې فو میګشن عملیه ورباندې اجرا او تصویري او ویدويي راپور به له مونږ سره شریک کوی. هغه تعداد بوجۍ، چئ  ستاسو له سهمیې څخه اضافه دي ژر تر ژر یې د بلخ سیلو ته واستوئ، او کله چې مو فومیګشن عملیه تر سره کړه ټول پلاستیکونه راټول   او په پاک ځای کې یې کېږدئ. د مصرف شوی پیسوپه  اړه دقیق معلومات  له موږ سره شریک کړئ، هغه نوی رالیږل شو پلیټونه په پاک ځای کي په منظم ډول ځای پر ځای کړئ.»
د فاریاب دکرنې رییس مولوی جان مراد وقار پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د غنمو د غوره ساتنې لپاره یې یو مسلکي کمیټه ګمارلې ده او ټول اړوند مسؤلین په منظم ډول د یادو غنمو د حفظ او مراقبت چارې تعقیبوي.
هغه زیاته کړه، چې د کرنې ریاست به د خپلو ټولو امکاناتو او توان په کارولو سره د زېرمه شویو غنمو په خوندي ساتنه او مدیریت کې هر اړخیزه همکاري کوي.
پلاوي د ریاست د هڅو ستاینه وکړه او د لا اغېزمن مدیریت لپاره یې خپل لازمې سپارښتنې شریکې کړې.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS