د کرنې او مالدارۍ مرستیال په کابل کې له خپل ازبکستاني سیال سره وکتل

mail-admin
Sun, Nov 30 2025 12:11 PM
دیدار معین زراعت و مالداری با همتای ازبکستانی‌اش در کابل

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د یاد وزارت په مقر کې د ازبکستان د کرنې او مالدارۍ له مرستیال جمشید عبدوذوکروف او د هغه له مل پلاوي سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.
په دې لیدنه کې، ازبکستان ته د غوښې پر صادراتو، د فاریاب ولایت د اندخوی په ولسوالی کې د بڼونو پر جوړولو او د اصلاح شویو تخمونو په برخه کې پر همکاریو بحث وشو. مولوي صدراعظم عثماني وویل، چې افغانستان او ازبکستان تاریخي اړیکې لري او د کرنې وزارت هڅه کوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکارۍ لا پراخې او نږدې شي.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال دغه راز وویل، چې د افغانستان خصوصي سکتور د غوښې د تولید او صادراتو په برخه کې د همکارۍ بشپړه وړتیا لري، او وړاندیز یې وکړ، چې په افغانستان کې دې لوی او معیاري فارمونه جوړ شي، تر څو د غوښې د صادراتو بهیر په منظم ډول دوام ومومي.
په همدې حال کې، جمشید عبدوذوکروف وویل، چې په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۴۱۰ میلیونه ډالرو څخه ۶۱۰ میلیونه ډالرو ته لوړه شوې ده، او ازبکستان غواړي د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې همکارۍ پراخې کړي. هغه د ازبکستان د پلاوي د سفر موخه د غوښې پېرود، د فاریاب په ولایت کې د بڼونو جوړول او د کرنیزو تخمونو په برخه کې همکاري وبلله.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې د کورنیو او بهرنیو سوداګرو په هڅولو سره هڅه کوي، په بېلابېلو کرنیزو برخو کې د پانګونې لپاره مناسبه زمینه برابره کړي. تر دې وړاندې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شوې وه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS