د ننګرهار ولایت د بټي‌کوټ ولسوالی د چهاردهې کلي کانال د زهکشۍ او پاک کارۍ پروژې پرانیسته

mail-admin
Sat, Nov 29 2025 1:57 PM
د ننګرهار ولایت د بټي‌کوټ ولسوالی د چهاردهې کلي کانال د زهکشۍ او پاک کارۍ پروژې پرانیسته

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د بټي‌کوټ ولسوالی د چهار دهې کلي کانال د زهکشۍ او پاک کارۍ پروژه د زهکشۍ او د کرنیزو ځمکو د اصلاح ریاست د ټاکل شوي پلاوي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست استازو، د ولسوالی مسوولینو، د قراردادي شریکت او یو شمېر قومي مشرانو او مخورو په حضور کې پرانیستل شوه او عملي کار یې پیل شو.
دا پروژه د ۱،۸۴۷،۵۹۹ افغانیو په لګښت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له پراختیایي بودجې تمویلېږي او له استوار حمیدي ساختماني شرکت سره یې د تطبیق قرارداد لاسلیک شوی دی.
د دې پروژې په پلي کېدو سره به له ۲۲۰۰ جریبو څخه زیاتې کرنیزې ځمکې د ولاړو اوبو له ستونزې خلاصې او د دوو کرنیزو فصلونو د کر لپاره چمتو شي. همدارنګه، دغه اقدام به د کرنیزو سیمو په پراختیا، د دایمي کاري فرصتونو په رامنځته کولو او په سیمه کې د کرنیزو تولیداتو او حاصلاتو په زیاتوالي کې اغېزمن رول ولوبوي.


افتتاح پروژه پاک‌کاری کانال زهکشی قریه چهاردهی ولسوالی بتی‌کوت
۸ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
روند تطبیق پروژه پاک‌کاری کانال زهکشی قریه چهاردهی ولسوالی بتی‌کوت ولایت ننگرهار  با حضور هیئآت اعزامی ریاست زهکشی و اصلاح زمین‌های زراعتی، نمایندگان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت، مسئولین ولسوالی، شرکت قراردادی و شماری از بزرگان و متنفذین محلی افتتاح و کار عملی آن آغاز شد.
این پروژه به ارزش ۱,۸۴۷,۵۹۹ افغانی از بودجه انکشافی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با شرکت ساختمانی استوار حمیدی عقد قرارداد گردیده است.
با تطبیق این پروژه بیش از ۲۲۰۰ جریب زمین زراعتی از آب‌های ایستاده رهایی یافته و آماده کشت دو فصل زراعتی خواهد شد. همچنین، این اقدام نقش مؤثری در توسعه ساحات زراعتی، ایجاد فرصت‌های شغلی دایمی و افزایش تولیدات و محصولات زراعتی در منطقه ایفا خواهد کرد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS