ننګرهار کې د بدیل معیشت د پروګرام له لارې د پروژو پرانیسته او دنشه یي توکو د زیانونو په موخه لویه ولسي غونډه ترسره شوه

mail-admin
Wed, Nov 26 2025 3:52 PM
ننګرهار کې د بدیل معیشت د پروګرام له لارې د پروژو پرانیسته او دنشه یي توکو د زیانونو په موخه لویه ولسي غونډه ترسره شوه

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت او د امیرالمومنین حفظه الله د نشه یي توکو د مخنیوي فرمان د تطبیق په موخه ننګرهار کې لویه ولسي غونډه ترسره شوه.
د کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مولوي صدراعظم عثماني په دې غونډه کې وویل، چې د کرنې وزارت هڅه کوي په افغانستان کې د نشه یي توکو د مخنیوي او پر بدیلو پروګرامونوکار وکړی نو په همدې موخه یوه پینځه کلنه ستراتیژي یې جوړه کړې ده، چې کولې شي د کوکنارو او نورو نشه یي توکو ښه بدیل وي.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال وویل، چې د بدیل معیشت  دپروګرام ستراتیژۍ له لارې به د بڼوالۍ ترسره کول، اصلاح شوي تخمونو وېش، ننداریزو قطعاتو جوړول، اوبو ښه مدیریت په موخه د څاڅکو اوبخور سیستمونه نصبول شامل دي.
ښاغلي عثماني زیاته کړه دنشه یي توکو د کرکیلې مخنیوي او د امیرالمومنین حفظه الله د فرمان د ښه تطبیق په موخه په ټولو ولایتونو کې د بدیل معیشت پروګرامونه په لاره اچولې.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او  مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن وویل، چې د کرنې وزارت له لورې د بدیل معیشت تر چتر لاندې په ننګرهار کې د غله جاتو ننداریزې کروندې، د ستروسو او ګیلاسونه بڼونو جوړولو چارې پیل کړی، چې بزګران ترې خوښ دي.
ښاغلي محسن د کرنې وزارت مرستیال ته د نشه یي توکو په مخنیوي کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ .
همدارنګه د حج او اوقافو رییس مولوي عبدالستار سیرت، د عدلیي رییس محمد رئیس محمدي او نورو مسولینو خبرې وکړې. د حج او اوقافو رییس وویل، چې دجوماتونو د ملا امامانو په مرسته به د نشه یي توکو پر زیانونو او د حلالو فصلونو پر کرلو وعظ موضوع ګانې وټاکي ترڅو خلک ددې بوټو پر زیانونو وپوهوی.
دغه راز قومي مخورو او بزګرانو د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال څخه د سړو خونو، شنو خونو او چکډېمونو جوړولو، اصلاح شوي تخمونو وېش، د اوبو ښه مدیریت او نورو برخو کې  خپلې غوښتني او وړاندیزونه شریک کړل، چې دکرنې وزارت د مسلکي مرستیال له لورې د همکارۍ ډاد ورکړل شو.
همدارنګه د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال او نورو مسؤلینو له لورې د اوبو ښه مدیریت او سپما په موخه ١٥٩ جریبه بڼونو لپاره د څاڅکو اوبخور د وسایلو د وېش او نصب پرانیسته هم وشوه.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS