د کندز دوو ولسوالیو کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
Wed, Nov 26 2025 11:49 AM
در دو ولسوالی کندز برای ده‌ها دهقان تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی توزیع شد

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د امام‌صاحب او چهاردرې ولسوالیو ۶۶ تنو کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د آغاخان پراختیایي بنسټ له لوري او د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ ووېشل شول.
په یاد بهیر کې هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوی د غنمو تخم، ۵۰ کیلوګرامه د یوریا کیمیاوي سره او ۵۰ کیلوګرامه توره کیمیاوي سره ورکړل شوه. د وېش دا لړۍ د کرنیزو خدماتو د مدیریت د کارکوونکو او د آغاخان دفتر د استازي په حضور کې ترسره شو.
د دې مرستې موخه د غنمو د حاصلاتو لوړول، بزګرانو ته د اصلاح شویو کرنیزو توکو د کارولو تشویقول او د کرنیز سکتور پیاوړتیا ده، په ځانګړي ډول د کرنې د موسم تر پیلېدو وړاندې. دغه مرستې کولای شي د کرنیزو تولیداتو په زیاتوالي او د بزګرانو په اقتصادي وضعیت کې د پام وړ اغېز ولري.
د کندز د کرنې ریاست د همکارو ادارو له مرستو څخه مننه کوي او ټینګار کوي، چې د بزګرانو د ظرفیت لوړولو او د کرنیزو تولیداتو د پراختیا لپاره به حمایوي پروګرامونه په ټول ولایت کې دوام ولري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS