هلمند کې د شاتو مچیو د ۱۶۰ څخه ډېرو فارمونو فعالیت؛ سږکال ۳۵ ټنه شات تولید شوي
۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکو او مچيو پالونکي وایي، چې په دغه ولایت کې له ۱۶۰ څخه ډېر د شاتو مچيو فارمونه فعالیت لري او د روان کال د شاتو تولید ۳۵ ټنو ته رسېږي. مناسب اقلیم، پراخه ځمکې او د شاتو ښه بازار د هلمند د مچيو پالنې د چټک ودې مهم لاملونه بلل کېږي.
د هلمند د مچيو پالونکو د ټولنې رییس امیرخان ناصري، وايي چې د مچيو پالنې فعالیت د پخوا په پرتله زیات شوی او نږدې ۴۰۰ تنه په هغه فارمونو کې بوخت دي چې د ټولنې تر چتر لاندې ثبت شوي دي. د نوموړي په وینا، د هلمند تولید شوي شات نه یوازې په دننه ولایت کې خرڅېږي، بلکې کندهار، هرات، بلخ، کابل او غزني ته هم لېږدول کېږي او تېر کال یې یوه اندازه دوبۍ م ته هم صادر شوي وو.
د شاتو مچيو ډېری فارمونه د نادعلي، موسیقلعه، نوزاد، گرمسېر او ناوې ولسوالیو او دغه راز د هلمند مرکز لښکرګاه کې متمرکز دي. حاجي عزیز ناصري، چې د ناوې ولسوالۍ یو مچيو پالونکی دی، وایي چې د ۱۰۰ زره افغانیو له لومړني پانګونې څخه یې اوس پانګه ۳ میلیونو افغانیو ته رسېدلې، ۲۵۰ صندوقه مچۍ لري او هر کال ۱۴۰۰ کیلوګرامه شات تولیدوي.
حیاتالله، چې د لښکرګاه د بولان سیمې یو بل مچيو پالونکی دی، وايي چې د ۱۱۰ صندوقه مچيو په لرلو سره هرکال شاوخوا ۵۰۰ زره افغانۍ عاید ترلاسه کوي. د ده په وینا، د شاتو پالنه یوه اسانه، ګټوره او د سیمې خلکو ته له ستونزو پرته د عاید یوه ښه وسیله ده.
د هلمند چارواکوي او مچيو پالونکي له حکومته او پانګهوالو غواړي چې د بازار زمینې برابرول، د خوشبویه ګلونو لکه ریحان د کرلو او د شاتو د صادراتو د پراخولو په برخه کې همکاري زیاته کړي، څو د دې سکتور وړتیا لوړه شي او خلکو ته د کار او عاید نور فرصتونه رامنځته شي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي شیر محمد حاتمي، د مچيو پالنه د سیمه ییز اقتصاد او خوړو د امنیت په پیاوړتیا کې د دې سکتور پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي وویل، چې دکرنې وزارت د مچيو پالونکو د ظرفیت لوړولو لپاره خپلې روزنیزې او حمایوي برنامې پیاوړې کړي او ژمن دی، چې د تخنیکي مشورو، تجهیزاتو ته د لاسرسي آسانتیا او د کورني او بهرني مارکېټ د رامنځته کولو په برخو کې د ملاتړ له لارې، په ټول هېواد کې د مچيو پالنې د پایدارې ودې او د شاتو د تولید د زیاتوالي زمینه برابره کړي.
فعالیت بیش از ۱۶۰ فارم زنبورپروری در هلمند؛ تولید ۳۵ تن عسل در سال جاری
۴ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
مسوولان و زنبورداران هلمند میگویند که بیش از ۱۶۰ فارم زنبورپروری در این ولایت فعالیت میکند و تولید عسل در سال جاری به ۳۵ تن رسیده است. اقلیم مساعد، زمینهای فراخ و بازار مناسب عسل، از عوامل اصلی رونق زنبورداری در هلمند عنوان شده است.
امیرخان ناصری، رئیس اتحادیه زنبورداران هلمند، گفت که فعالیت زنبورداری نسبت به گذشته افزایش یافته و حدود ۴۰۰ نفر در فارمهای ثبتشده اتحادیه مشغول به کار هستند. وی افزود که عسل تولیدی هلمند علاوه بر بازار داخلی در ولایات کندهار، هرات، بلخ، کابل و غزنی به فروش میرسد و حتی سال گذشته مقداری از آن به دوبی صادر شده است.
فارمهای زنبورپروری بیشتر در ولسوالیهای نادعلی، موسی قلعه، نوزاد، گرمسیر، ناوه و لشکرگاه متمرکز است. حاجی عزیز ناصری، یکی از زنبورداران در ولسوالی ناوه، گفت که از سرمایهگذاری اولیه ۱۰۰ هزار افغانی، اکنون سرمایه او به ۳ میلیون افغانی رسیده و ۲۵۰ صندوق زنبور دارد و سالانه ۱۴۰۰ کیلوگرم عسل تولید میکند.
حیاتالله، یکی دیگر از زنبورداران منطقه بولان لشکرگاه، گفت که با داشتن ۱۱۰ صندوق زنبور عسل، سالانه حدود ۵۰۰ هزار افغانی درآمد دارد و پرورش عسل کار آسان و پرمنفعتی است که برای مردم منطقه نیز مشکل ایجاد نمیکند.
مسوولان و زنبورداران هلمند خواستار همکاری دولت و سرمایهگذاران در زمینه ایجاد بازار، کشت گلهای معطر مانند ریحان و توسعه صادرات عسل شدند تا ظرفیت این بخش افزایش یابد و زمینه اشتغال و درآمد بیشتر برای مردم فراهم گردد.
مولوی شیر محمد حاتمی، سخنگوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، ضمن تأکید بر اهمیت زنبورداری در تقویت اقتصاد محلی و امنیت غذایی، اعلام کرد که وزارت زراعت برنامههای آموزشی و حمایتی خود را برای ارتقای ظرفیت زنبورداران افزایش داده و متعهد است با ارائه مشورههای تخنیکی، تسهیل دسترسی به تجهیزات و حمایت از ایجاد بازارهای داخلی و خارجی، زمینه رشد پایدار زنبورداری و افزایش تولید عسل در سراسر کشور را فراهم نماید.ش
