پکتیکا کې د ۱۱۷ زره ډالرو په لګښت د پرښتې سربند او کانال په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
Tue, Nov 25 2025 10:45 AM
پکتیکا کې د ۱۱۷ زره ډالرو په لګښت د پرښتې سربند او کانال په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکوي، چې د یاد ریاست تر چتر لاندې د «ټي.ال.او» موسسې، د سیمه‌ییزو خلکو د ۲۰ سلنې ونډې او د سویس د مرستو پرمختیایي ادارې په مالي ملاتړ، د ارګون ولسوالی په پِیرکوتي کلي کې د ۱۱۷ زره امریکایي ډالرو په لګښت د پرښتې سربند او کانال جوړ او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د کرنې ریاست مرستیال مولوي صدر له خلکو غوښتنه وکړه، چې د پروژې ساتنه جدي وکړي، څو ټوله سیمه ترې په دوامدار ډول ګټه پورته کړي.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د ارګون ولسوال مولوي میرزا علي محمد د پروژې شفافیت او د تطبیق سټېنډرډونه وستایل. همدارنګه د  «ټي.ال.او»  موسسې د سوېل ختیځ زون مسؤول محمد علي ځدراڼ وویل، چې دا پروژه به اته کلیو ته مستقیمه ګټه ورسوي.
د پرښتې سربند او کانال د مشخصاتو له مخې، سربند یې ۲۷ متره اوږدوالی، ۱۳.۵ متره پلنوالی، ۴.۳ متره ژوروالی او کانال یې ۵۵ متره اوږدوالی لري. د پروژې چارې په شپږو میاشتو کې بشپړې شوې او شاوخوا ۱۵۳۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.
د کرنې ریاست په وینا، د دې پروژې په پایله کې به ۱۱۷ هکتاره کرنیزې ځمکې په منظم ډول خړوبې شي او همدارنګه به د تکراري سیلابي زیانونو مخه ونیول شي.


به بهری برداری سپردن رسمی سربند و کانال «پرښته» در پکتیکا با هزینه ۱۱۷ هزار دالر
۴ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ جمادى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری پکتیکا اعلام کرده است که با همکاری مؤسسه «تی. ال. او»، سهم ۲۰ درصدی مردم محل و تمویل اداره انکشافی سوئیس، سربند و کانال «پرښته» در قریه پیرکوتی ولسوالی ارگون با هزینه ۱۱۷ هزار دالر امریکایی ساخته شده و رسماً به بهره‌برداری سپرده شد.
مسوولان ریاست زراعت، از مردم محل خواست تا در نگهداری این پروژه توجه جدی داشته باشند تا تمام منطقه به‌گونه دوامدار از آن بهره‌مند گردد.
در مراسم افتتاح، ولسوال ارگون مولوی میرزا علی محمد، شفافیت و رعایت معیارهای تخنیکی پروژه را ستود. همچنان، محمدعلی ځدراڼ مسؤول زون جنوب‌شرق مؤسسه «تی. ال. او» گفت که این پروژه به‌گونه مستقیم به هشت قریه سود خواهد رساند.
براساس معلومات ارائه‌شده، سربند مذکور ۲۷ متر طول، ۱۳.۵ متر عرض و ۴.۳ متر عمق دارد و طول کانال آن به ۵۵ متر می‌رسد. این پروژه در مدت شش ماه تکمیل شده و حدود ۱۵۳۰ خانواده از آن مستفید خواهند شد.
به گفته ریاست زراعت پکتیکا، با بهره‌برداری از این پروژه، ۱۱۷ هکتار زمین زراعتی به‌گونه منظم آبیاری شده و همچنان از واردشدن تلفات تکراری سیلاب‌ها جلوگیری خواهد شد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS