د کندز دشت ارچي کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح‌شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

mail-admin
Sat, Nov 22 2025 11:20 AM
در ولسوالی دشت ارچی کندز بر صدها دهقان تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی توزیع شد

۱ لیندۍ  ۱۴۰۴ هـ.ش
۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د بزګرانو د ملاتړ او د غنمو د حاصلاتو د لوړولو په موخه، د کندز ولایت د دشت‌ ارچي ولسوالی پر ۵۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح‌شوي تخمونه او کمکي کیمیاوي سرې د دې ولسوالی ولسوال مولوي عبدالوکيل انصاري، د دشت‌ ارچي ولسوالی د کرنیزو خدماتو عمومي مدیر، او یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو په حضور کې ووېشل شول.
دغه مرسته د ملګرو ملتونو د خواړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف.اې.او» په مالي او د کلیو د بیارغونې دفتر په تخنیکي همکارۍ د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ پر دغو بزګرانو وېشل شوي دي.
ددې پروګرام په ترڅ کې هر بزګرته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح‌شوی تخم، ۵۰ کیلوګرامه کیمیاوي یوریا سره او ۵۰ کیلوګرامه توره سره ورکړل شوي دي.
د دې مرستو موخه د کرنیزو تولیداتو پیاوړتیا، د خوړو خوندیتوب رامنځته کول او د بزګرانو اقتصادي پیاوړتیا ده. همدارنګه هڅې روانې دي، چې په نورو ولسوالیو کې هم د اصلاح‌شوو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پراخه شي.
د دشت‌ ارچي بزګران  له دغو مرستو هرکلی کوي او دا یې د غنمو په کر کې د ښه والي او د تولید لګښتونو په کمولو کې ګټورې بللې دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS