ختیځ کې دمېوو ٣٤ تصدیقي نیالګیو روزنې مرکزونو وروستۍ ارزونه ترسره شوه

user-admin
Thu, Nov 20 2025 12:26 PM
ختیځ کې دمېوو ٣٤ تصدیقي نیالګیو روزنې مرکزونو وروستۍ ارزونه ترسره شوه


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په لارښونه د ننګرهار د تخمونو د تصدیق د ورکړې امر انجنیر نعمت الله اکبري په مشرۍ یو تخنیکي پلاوی په ننګرهار ،لغمان او کونړ ولایتونو کې د د سټروسو او سخت زړو مېوه لرونکو تصدیقي نیالګیو د وروستۍ اروزنې په موخه سفر وکړ.
د تخمونو د تصدیق ورکړې امر انجنیر نعمت الله اکبري وویل، چې ددې سفر موخه  نیالګیو ته د لیبل اخېستل، د نیالګیو قبول او رد دي، چې څومره نیالګي په یادو نرسریو کې روزل شوي او څومره په معیار برابر دي.
نوموړي وویل، چې په درې واړو ولایتونو د ٣٤ تصدیقي نرسریو کې ٣٢٩ زره ٦٦٢ اصله مېوه لرونکي نیالګي روزل شوي، چې له دې ډلې څخه ٣١٠ زره ٩١٥ اصله نیالګي په معیار برابر او قبول شوي او ١٨ زره ٧٤٧ اصله نیالګي رد شوي.
د ننګرهار د کرنې ریاست بڼوالو او بزګرانودته ډاد ورکوي، چې په نیالګیو روزنې ځایونو کې غیر معیاري او نامعلومه نیالګیو ته دروزلو اجازه نه ورکوي، ترڅو بزګران او بڼوال مو د زیان سره مخ نشي.
همدارنګه ښاغلي اکبري له ټولو هېوادوالو څخه غوښتنه وکړه،کله چې نیالګي اخلي د یو اعتباري او هغه ادرس څخه یي ترلاسه کړي، چې ددولت په چوکاټ کې ثبت او نیالګیو یي د لیبل لرونکي وي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS