کندهار کې د نږدې ۲۰۰ زره ډالرو په ارزښت ۱۵ سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

user-admin
Thu, Nov 20 2025 12:23 PM
کندهار کې د نږدې ۲۰۰ زره ډالرو په ارزښت ۱۵ سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (ایف‌اې‌او) په مالي ملاتړ او د بشري خیریه مؤسسې (او.ایچ.ډبلیو) په تخنیکي همکارۍ، د خاکریز او ژړۍ ولسوالیو د کوچني او منځني کچې بزګرانو د ملاتړ په موخه، د نږدې ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت ۱۵  صفر انرژۍ لرونکي سړې خونې جوړې او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
یادې سړې خونې د بریښنا د نشتون، محلي اسانتیاوو او د سیمې اقلیمي شرایطو په نظر کې نیولو سره جوړې شوې دي. له دغو سړو خونو څخه ۱۰ د خاکریز او ۵ د ژړۍ ولسوالۍ بزګرانو ته ورکړل شوې دي، چې هره یوه یې د ۲۰ ټنه پیازو د ساتلو ظرفیت لري.
د مسؤلینو په وینا، د سړو خونو ګټه اخیستونکي هغه تولیدونکي او کرنیز ګروپونه دي، چې له وړاندې د بزګرانو د ملاتړ لپاره جوړ شوي وو، او اوس ورته د پیازو د ذخیره کولو، مدیریت او اړوندو تخنیکي چارو په برخه کې عملي او نظري روزنه ورکړل شوې ده.
د دغو سړو خونو د جوړېدو موخه دا دی چې د پیازو حاصلات د اوږدې مودې لپاره په ښه کیفیت وساتل شي، د بزګرانو تولید ته مناسبه بازارموندنه وشي، د بیو ثبات تأمین شي او د پیازو کیفیت لوړ شي. دا مرکزونه به د حاصلاتو د ضایع کېدو مخنیوی وکړي او بزګرانو ته به د مهمو فصلونو پر مهال اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په وروستیو کې د بزګرانو د اسانتیاوو برابرولو ته ځانګړې پاملرنه کړې او هڅه کوي، چې د ولایت په ټولو ولسوالیو کې د کرنیزو حاصلاتو د سم مدیریت، خوندي ساتنې او بازارموندنې په برخه کې لازم خدمات او عامه پوهاوی برابر کړي. متن بالا را به دری ترجمه کنید

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS