د کرنې وزارت ویاند دهرات په ولایت کې د غواساتنې له فارمونو څخه لیدنه وکړه

user-admin
Wed, Nov 19 2025 3:57 PM
بازدید سخنگوی وزارت زراعت از فارم‌های گاوداری در ولایت هرات

۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوی شیرمحمد حاتمي، هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د غوا فارمونو له فعالیتونو لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د هرات د غوا ساتنې فارمونو د ټولنې رییس غلام‌محمد امیري، او د هرات د کرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر مولوي عمر قاصد، هم حضور درلود.
د غوا ساتنې ټولنې مسؤول د زرګونو فارمونو د فعالیتونو او د هغوی د ورځني شېدو تولید په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د دغو فارمونو محصولات د کورني بازار ترڅنګ نورو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مولوی شیرمحمد حاتمي، د سیمه ییزو تولیدوونکو د ملاتړ او د لبنیاتو د محصولاتو د کیفیت د لوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ، او ویې ویل، چې د کیفیت لوړوالی به د مالدارانو په ګټه او عاید کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS