د کرنې وزارت د ویاند د هرات د زعفرانو د کیفیت د کنټرول لابراتوار څخه لیدنه

user-admin
Wed, Nov 19 2025 3:04 PM
بازدید سخنگوی وزارت زراعت از لابراتوار کنترول کیفیت زعفران هرات

 

۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس او ویاند مولوی شیرمحمد حاتمی، هرات ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې کې د زعفرانو د کیفیت د کنټرول لابراتوار څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې پر مهال د کرنې وزارت ویاند د یاد لابراتوار بېلابېلې برخې وکتل، چې د لابراتوار کارکوونکو له لوري ورته د فعالیتونو او د کار د څرنګوالي په اړه لازم معلومات وړاندې شول.
د لابراتوار مدیر حمیدالله محمدي وویل، چې په دغه مرکز کې اصلي او جعلي، کورنی او بهرنی زعفران ارزول کېږي او د کیفیت کچه یې تشخیصېږي. نوموړي زیاته کړه چې هره ورځ لس نمونې د تحلیل او ارزونې لپاره اخیستل کېږي.
د کرنې وزارت ویاند د زعفرانو د کیفیت د لوړولو او د کورنیو تولیدوونکو د ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ او ویېویل، چې د محصول د معیارونو لوړوالی کولای شي د زعفرانو په صادراتو او د کروندګرو په عاید کې د پام وړ زیاتوالی راولي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS