د کرنیزو څېړنو لوی رییس د کندز دکرنې رییس سره وکتل

user-admin
Tue, Nov 18 2025 2:56 PM
دیدار رئیس عمومی تحقیقات زراعت با رئیس زراعت کندز

 

۲۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو څېړنو لوی رییس مولوي نصرت‌الله طلحه او ورسره مل پلاوی کندز ولایت ته د سفر په ترڅ کې د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیاز محمد عابد سره په کتنه کې پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
د کرنې وزارت د کرنیزو څېړنو لوی رییس مولوي نصرت‌الله طلحه وویل، چې ددې سفر موخه د کندز په ولایت کې د پراختیایي پروژو د تطبیق ارزونه او څېړنیزو فعالیتونو څارل دي.
په لیدنه کې د څېړنیزو پروژو پر پرمختګ، د پراختیایي فعالیتونو پر تطبیق، او د کرنې په سکتور کې د تخنیکي اړتیاوو پر پوره کولو تفصیلي خبرې وشوې. مولوي نصرت‌الله طلحه د سفر موخه د مختلفو سیمو د څېړنیزو چار‌و ارزونه وبلله او د دواړو ادارو د ګډو همکاریو د پیاوړتیا ژمنه یې تازه کړه.
د کندز دکرنې رییس مولوي نیاز محمد عابد د پلاوي له راتګ او پاملرنې مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د کندز د کرنې ریاست به د څېړنیزو پروژو په همغږۍ، ملاتړ او اسانتیا برابرولو کې لازمې هڅې کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS