دهلمند ولایت نوزاد ولسوالی کې د اوبو دوه چک‌ډېمونه له رغېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

user-admin
Tue, Nov 18 2025 2:51 PM
دهلمند ولایت نوزاد ولسوالی کې د اوبو دوه چک‌ډېمونه له رغېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول


۲۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د همکارو مؤسسو په همکارۍ د سیمې د خلکو د اړتیاوو او غوښتنې پر اساس، په نوزاد ولسوالی کې د باراني اوبو د مهار او سم مدیریت لپاره دوه چک‌ډېمونه رغول شوي، چې له بشپړېدو وروسته رسماً د خلکو په واک کې ورکړل شول.
دغه چک‌ډېمونه د غوریان او خواجه جمال په سیمو کې جوړ شوي چې دواړه د سیمې د کرنیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره خورا مهم بلل کېږي.
په غوریان سیمه کې جوړ شوی چک‌ډېم څخه ۴۵۰ کورنئ مستقیمآ ګټه اخلي او شاوخوا ۵۰۰ جریبه ځمکې ته یې ګټه رسېږي، ددې بند د اوبو زېرمه ۳۰۳۱ متر مکعب ده، چې ټولټال دوه میلیونه او ۱۲ زره او ۸۱۰  افغانۍ لګښت ورباندې راغلی دی.
دغه بند د اوبو له پلوه د خلکو کورني اړتیاوې پوره کوي، د پراخو کرنیزو ځمکو خړوبولو ته زمینه برابروي او د باراني اوبو یو مناسب زېرمتون جوړوي، چې له دې لارې به د ځمکې لاندې اوبه تغذیه کېږي او د کرنیزو فعالیتونو ثبات به زیاتېږي. دغه بند د سیمې د خلکو لپاره د باور او هیلو یو نوی پړاو رامنځته کړی، ځکه چې د باراني اوبو بې‌ځایه تګ به له دې وروسته مهار شي او د کرنیزو ځمکو د حاصل په لوړولو کې به څرګند اغېز ولري.
د خواجه جمال په سیمه کې جوړ شوی بل چک‌ډېم هم ورته ګټې لري. نږدې ۲۸۰کورنئ مستقیمآ ګټه ورڅخه اخلي،  شاوخوا ۵۰۰ جریبه ځمکه حړوبوي او د اوبو زېرمه یې ۹۷۷۹ متر مکعب ده، چې مجموعي لښګت یې دوه میلیونه ۳۱۹ زره او ۲۸۶   افغانۍ ده.
د دې بند جوړېدل نه یوازې د سیمې د خلکو لپاره د اوبو د ساتنې یوه باثباته وسیله ده، بلکې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د فصلونو د ښه تولید لامل هم ګرځي. د اوبو د یوې اندازې زېرمه کېدل، د ځمکو تخریباتو مخنیوی او د سیلابي اوبو کنټرول هغه پایلې دي چې سیمه‌ییز اوسېدونکي یې ډېر مهم بولي.
یادې پروژې د ډاکار مؤسسې له لوري عملي شوي او د ملګروملتونو د مخدره موادو او جرمونو پر ضد ادارې، پرې مالي ملاتړ کړی دی.
په ورته وخت کې د نوزاد ولسوالی خلک دغه رغنیزې چارې د سیمې د پرمختګ لپاره یو مهم ګام بولي، ځکه چې د دې پروژو په بشپړېدو سره به د کرنیزو فعالیتونو موثریت زیات شي، د اوبو د کموالي ستونزه به کمه شي او د سیمې د خلکو اقتصادي وضعیت به هم ښه اغېزمن شي.

 

به بهره‌برداری دو چکدم  در ولسوالی نوزاد ولایت هلمند پس از تکمیل کار ساخت 
۲۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
به همکاری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هلمند و مؤسسات همکار، و براساس نیازها و درخواست‌های مردم، دو چکدم برای مهار و مدیریت مناسب آب‌های بارانی در ولسوالی نوزاد ساخته شده است که پس از تکمیل، رسماً به بهره‌برداری مردم سپرده شد.
این بندها در مناطق غوریان و خواجه جمال ساخته شده‌اند و هر دو برای تأمین نیازهای زراعتی منطقه اهمیت زیادی دارند.
چکدم ساخته شده در منطقه غوریان به طور مستقیم برای ۴۵۰ خانواده مفید است و حدود ۵۰۰ جریب زمین را آبیاری می‌کند. ظرفیت ذخیره آب این چکدم ۳۰۳۱ متر مکعب است و مجموع هزینه آن دو میلیون و ۱۲ هزار و ۸۱۰ افغانی بوده است.
این چکدم نیازهای آب شرب مردم را تأمین می‌کند، زمینه آبیاری زمین‌های کشاورزی وسیع را فراهم می‌سازد و یک منبع ذخیره مناسب آب باران ایجاد می‌کند که از این طریق آب زیرزمینی تغذیه شده و ثبات فعالیت‌های کشاورزی افزایش می‌یابد. این بند فصل جدیدی از اعتماد و امید برای مردم منطقه ایجاد کرده است، زیرا هدر رفتن آب باران پس از این مهار می‌شود و به افزایش محصول زمین‌های کشاورزی کمک می‌کند.
چکدم ساخته شده در منطقه خواجه جمال نیز دارای فواید مشابه است. نزدیک به ۲۸۰ خانواده به طور مستقیم از آن بهره‌مند می‌شوند، حدود ۵۰۰ جریب زمین را آبیاری می‌کند و ظرفیت ذخیره آب آن ۹۷۷۹ متر مکعب است، با مجموع هزینه دو میلیون و ۳۱۹ هزار و ۲۸۶ افغانی.
ساخت این چکدمها نه تنها یک ابزار پایدار برای ذخیره آب برای مردم منطقه است، بلکه باعث آبیاری زمین‌های کشاورزی و افزایش تولید محصولات نیز می‌شود. ذخیره مناسب آب، جلوگیری از تخریب زمین و کنترل آب‌های سیلابی از نتایجی است که ساکنان محلی اهمیت زیادی برای آن قائل‌اند.
این پروژه‌ها توسط مؤسسه داکار عملی شده و دفتر مبارزه با مواد مخدر و جرایم سازمان ملل متحد از آن حمایت مالی کرده است.
همزمان، مردم ولسوالی نوزاد این اقدامات عمرانی را گامی مهم برای پیشرفت منطقه می‌دانند، زیرا با تکمیل این پروژه‌ها، اثربخشی فعالیت‌های کشاورزی افزایش می‌یابد، مشکل کمبود آب کاهش می‌یابد و وضعیت اقتصادی مردم منطقه نیز بهبود می‌یابد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS