هلمند کې د برسلوز ساري ناروغۍ د تشخیص لپاره ډاکټرانو ته د سمپل اخیستنې کيټونه ووېشل شول

user-admin
Tue, Nov 18 2025 2:48 PM
هلمند کې د برسلوز ساري ناروغۍ د تشخیص لپاره ډاکټرانو ته د سمپل اخیستنې کيټونه ووېشل شول


۲۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت د برسلوز ساري ناروغۍ د تشخیص لپاره د سمپل اخیستنې ځانګړي کيټونه ووېشل شول.
ددې پروسې په ترڅ کې د مرکز او اوو ولسوالیو ۱۴ تنه مسلکي حیواني ډاکټران شامل وو، چې د دغو کيټونو په مرسته به د څارويو له وینې څخه نمونې راټولوي.
برسلوز هغه ساري ناروغي ده، چې له حيواناتو څخه انسانانو ته انتقالېږي، او د کنټرول لپاره يې په حیواناتو کې وختي تشخیص خورا ضروري دی. یاد ډاکټران به د ورکړل شوو کيټونو په وسیله د ۹۸ راسه څارویو څخه د وینې نمونې واخلي. دغه نمونې به د ځانګړو تخنیکي شرایطو مطابق مرکزي لابراتوار ته لېږدول کېږي.
تر لابراتواري معاينې وروسته به د مرکزي لابراتوار متخصص ډاکټران څرګنده کړي، چې آیا په هلمند ولایت کې د برسلوز ناروغي شتون لري او که نه. که چیرې دا ناروغي موجوده وي، نو د درملنې او وقایې لپاره به اړین اقدامات او ترتیبات عملي کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS