د خوست تڼیو ولسوالی کې د چارمغزو نیالګیو د ځای‌ناستې کمپاین او د ترینچونو د بیا رغونې چارې ترسره شوې

user-admin
Tue, Nov 18 2025 10:48 AM
د خوست تڼیو ولسوالی کې د چارمغزو نیالګیو د ځای‌ناستې کمپاین او د ترینچونو د بیا رغونې چارې ترسره شوې


۲۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د تڼیو ولسوالی د کرنیزو چارو د عمومي مدیریت تر څارنې لاندې، او د اړیکو دفتر «ټي.ال.او» په همکارۍ، د چارمغزو د نیالګیو د ساتنې او پراختیا پروسه په بریالیتوب سره بشپړه شوه.
په دې کمپاین کې شاوخوا ۹۰۰۰ هغه چارمغزو نیالګي چې د کمکۍ مڼې په ورژلې سیمه کې کرل شوي وو، وڅېړل شول. د ارزونې له مخې، نږدې ۳۰۰ نیالګي د بېلابېلو عواملو له امله وچ شوي وو، چې پر ځای یې هماغه شمېر تازه او معیاري نیالګي بېرته کېنول شول.
همدارنګه، د ترینچونو په تخریب شویو سیمو کې د خاورې د ساتنې، د تخریب د مخنیوي او د څړ وړ شنو سیمو د رامنځته کولو په موخه ۱۱۵ کیلو ګرامه رشقه کرل شوې ده.
په یاد فعالیت کې ۱۵ تنه کاریګرو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه، چې دا د سیمې د خلکو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره یو مثبت او اغېزمن ګام بلل کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS