د اردوخان څېړنیز فارم څخه د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس لیدنه

mail-admin
Mon, Nov 17 2025 1:36 PM
بازدید رئیس اطلاعات و آگاهی عامه وزارت زراعت از فارم تحقیقاتی اردوخان هرات

۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي شیرمحمد حاتمي، د هرات ولایت د اردوخان له څېړنیز فارم څخه لیدنه وکړه. ددې لیدنې په ترڅ کې د یاد فارم د عمومي مدیر په دفتر کې ناسته ترسره شوه او د بېلابېلو برخو مسئولانو د فعالیتونو، لاسته‌راوړنو او د څېړنو د بهیر په تړاو مفصل راپور وړاندې کړل.
د فارم چارواکو وویل، چې په دې مرکز کې د غلې‌جاتو، سبو، مېوو او صنعتي نباتاتو په برخو کې څېړنیز فعالیتونه په دوامداره توګه روان دي او اساسي موخه یې د هېواد کروندګرو ته نوې، سازګاره او لوړ حاصل ورکوونکې ورایټۍ معرفي کول دي. هغوی زیاته کړه، چې د کرنیزو څېړنو د پیاوړتیا په پار د وزارت پاملرنه مهمه ده او څېړنیز فارمونه په هېواد کې کولای شي د اصلاح شوو تخمونو او بېلابېلو نباتي ډولونو د معرفۍ لپاره علمي او عملي مرکزونه و اوسي. 
په دې لیدنه کې د هرات د کرنیزو چارو آمر بشیر احمد احمدي، هم حضور درلود او د دې مرکز د تجربو په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړل. هغه وویل، چې په دې فارم کې د انګورو، شفتالو، بادامو او نورو شاوخوا ۱۰۰ ډوله مېوو، او همدارنګه د جوارو، غنمو، لوبیا، سویا بین او مڼو د څېړنې او ارزونې تجربې ترسره شوي دي. نوموړي ټینګار وکړ چې د اقلیم سره د سازګارو او مناسبو ورایټیو معرفي کول کولای شي د حاصلاتو په زیاتوالي او د کروندګرو په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
د اردوخان څېړنیز فارم چې شاوخوا ۱۰۰۰ جریبه ځمکه لري، په مسلکي لابراتوار سمبال دی او د دې توان لري، چې کرنیزې څېړنې په معیاري ډول ترسره کړي. د فارم کارکوونکو د خبرو پر مهال خپلې ستونزې او موجودې ننګونې د وزارت له پلاوي سره شریکې کړې او د تخنیکي، تجهیزاتي او تشکیلاتي اړتیاوو د حل غوښتنه یې وکړه.
مولوي شیرمحمد حاتمي د فارم د علمي او تخنیکي کدر له هڅو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو څېړنو پراختیا او د څېړنیزو فارمونو پیاوړتیا د خپل کار له لومړیتوبونو څخه ګڼي. هغه زیاته کړه، چې د نوو ورایټیو معرفي او د معیاري کرکیلې د لارو چارو ترویج به د کورنیو تولیداتو په زیاتوالي او د هېواد د کرنیز سکتور په پایدار پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS