خوست کې د پخوانیو روږدو د ملاتړ او اقتصادي پیاوړتیا په موخه وزې ووېشل شوې

mail-admin
Mon, Nov 17 2025 9:13 AM
خوست کې د پخوانیو روږدو د ملاتړ او اقتصادي پیاوړتیا په موخه وزې ووېشل شوې

د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د «اکشن اېډ» مؤسسې په همکارۍ د مرکز اړوند ۳۳ پخوانیو روږدو کسانو ته د اقتصادي ملاتړ، بیا ادغام او مالدارۍ د پیاوړتیا په موخه د وزو د وېش پروګرام پلي کړ.
د کرنې ریاست د معلوماتو په اساس، ټولټال ۶۶ وزې چې تر وېش وړاندې یې ۱۵ ورځنی قرنطین بشپړ کړی و، د اقتصادي پیاوړتیا او خپلواکه مالدارۍ د هڅونې په موخه مستحقو کسانو ته ووېشل شوې. په دې موده کې وزو ته لازم واکسین، درملنه او پاملرنه ترسره شوې وه.
د پروګرام له مخې، د ۳۳ پخوانیو روږدو کسانو لپاره د ۸۲۵ زره افغانیو په ارزښت مرسته ترسره شوه، چې هر مستحق ته دوې  وزې او درې کیلو د شوتلو تخم ورکړل شول، ترڅو د هغوی لپاره د عاید یوه باثباته سرچینه رامنځته شي.
همدارنګه مسوولین وایي چې تر لابراتواري معایناتو وروسته به ۱۵۰ کیلو کنجاړه او ۱۰۰ کیلو نور خوراکي توکي هم مستحقو کسانو ته ووېشل شي.
د خوست د کرنې ریاست چارواکي دا پروګرام د ټولنې د زیانمنو قشرونو د ملاتړ، د اقتصادي ثبات د رامنځته کولو او د ځان بساینې د فرهنګ د پیاوړتیا په لور یو مهم ګام بولي.


توزیع بزهای شیرده برای حمایت و توانمندسازی اقتصادی معتادان پیشین در ولایت خوست
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست با همکاری مؤسسه «اکشن‌اِید» برنامه‌ای را برای حمایت اقتصادی، ادغام دوباره در جامعه و تقویت مالداری برای ۳۳ تن از معتادان پیشین مرکز این ولایت عملی کرد.
بر اساس معلومات ریاست زراعت، مجموعاً ۶۶ رأس بز که پیش از توزیع، ۱۵ روز در قرنطین نگهداری شده بودند، به هدف تقویت توان اقتصادی و تشویق به مالداری مستقل به مستحقین توزیع گردید. در این مدت، بزها واکسین، تداوی و مراقبت لازم را دریافت کرده بودند.
این برنامه با ارزش مجموعی ۸۲۵ هزار افغانی برای ۳۳ تن عملی شده که بر اساس آن، برای هر فرد دو بز شیرده و سه کیلو تخم شوتله توزیع شده است تا برای آنان یک منبع عاید باثبات فراهم گردد.
مسئولین همچنان می‌گویند که پس از تکمیل معاینات لابراتواری، ۱۵۰ کیلو کنجاره و ۱۰۰ کیلو سایر مواد خوراکی نیز به این افراد توزیع خواهد شد.
مقامات ریاست زراعت خوست این برنامه را یک گام مهم در جهت حمایت از قشرهای آسیب‌پذیر، ایجاد ثبات اقتصادی و ترویج خودکفایی در جامعه می‌دانند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS