د هرات د کرنې او مالدارۍ د ټولنې له غړو سره دکرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی د رییس لیدنه

mail-admin
Sun, Nov 16 2025 1:43 PM
دیدار رئیس اطلاعات و آگاهی عامه وزارت زراعت با اعضای اتحادیه‌های زراعتی و مالداری هرات

۲۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس او ویاند مولوي شیرمحمد حاتمي، هرات ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت د کرنې رییس مولوي عبدالحي شاکر په ملتیا د کب روزنې، زعفران، ګل‌پالنې، شاتو مچیو روزنې، لبنیاتو، قوریه‌دارانو، مېوو او سبو اتحادیو او د کرنې او مالدارۍ خونې له غړو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د کرنې ریاست آمران هم حاضر وو، او د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس او ویاند د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د شته پرمختګونو او فرصتونو په اړه خبرې وکړې.
همدارنګه، د کرنې ریاست آمران د روانو فعالیتونو او لاسته راوړنو په هکله خبرې وکړې او د ټولنو چارواکو  خپلې ستونزې او بریاوې شریکې کړې او د خپلو فعالیتونو د پراختیا لپاره د ځمکو د اجارې د بهیر د چټکتیا غوښتنه وکړه.
یاده ناسته د همغږي د پیاوړتیا، د نظریاتو د تبادلې او د ټولنو د ستونزو او لاسته راوړنو د مستندسازۍ په موخه ترسره شوې، څو د کرنې او مالدارۍ د برنامو په لا ښه تطبیق کې مرسته وکړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS