غزني کې له درملنې وروسته روغو شوو روږدو کسانو ته د شېدو ورکونکو وزو د وېش پروګرام پلي شو

mail-admin
Sun, Nov 16 2025 12:26 PM
غزني کې له درملنې وروسته روغو شوو روږدو کسانو ته د شېدو ورکونکو وزو د وېش پروګرام پلي شو

۲۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د همکارۍ په ترڅ کې، د «اکشن اېډ» موسسې په مالي ملاتړ د هغو کورنیو لپاره د شېدو ورکونکو وزو د وېش پروګرام عملي شو چې غړي یې پخوا په نشه‌يي توکو روږدي وو، خو اوس له درملنې وروسته روغ شوي او غواړي خپل ژوند ته سالم لوری ورکړي.
د یاد پروګرام له لارې ټولټال ۶۸ وزې مستحقو کسانو ته ووېشل شوې. له دې شمېرې څخه ۵۲ وزې د غزني ولایت په مرکز او ۱۶ وزې د جاغوري ولسوالی اړوند هغو کسانو ته ورکړل شوې چې اقتصادي ملاتړ ته اړتیا لري.
د پروګرام اساسي موخه د دغو کسانو اقتصادي پیاوړتیا، د معیشت بدیل برابرول او هغوی بېرته ټولنې ته باثباته ادغام دی. د غزنې دکرنې ریاست چارواکي وایي تمه ده، چې دا مرسته به د مستحقو کورنیو د ژوند د بیا رغولو او دوامدارې عاید لاسته راوړنې په برخه کې مهم رول ولوبوي.


توزیع بز شیرده به افراد بهبود یافته از اعتیاد در ولایت غزنی
۲۵ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش 
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی با همکاری موسسه «اکشن اید» و حمایت مالی این موسسه، برنامه توزیع بز شیرده را برای خانواده‌هایی اجرا کرد که اعضای آن‌ها پیش از این معتاد بودند، اما پس از درمان بهبود یافته و می‌خواهند زندگی سالمی را دنبال کنند.
در این برنامه مجموعاً ۶۸ بز شیرده بین افراد واجد شرایط توزیع شد که از این تعداد، ۵۲ بز در مرکز ولایت غزنی و ۱۶ بز در ولسوالی جاغوری به افرادی که نیازمند حمایت اقتصادی بودند، داده شد.
هدف اصلی این برنامه، توانمندسازی اقتصادی این افراد، ایجاد جایگزین معیشتی و ادغام پایدار آن‌ها در جامعه است. مسئولان ریاست زراعت غزنی می‌گویند که انتظار می‌رود این کمک نقش مهمی در بازسازی زندگی و تأمین درآمد پایدار خانواده‌های مستحق ایفا کند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS