ننګرهار کې د غنمو ننداریزو کروندو جوړولو په پار پر یوشمېر بزګرانو مرستې ووېشل شوې 

mail-admin
Wed, Nov 12 2025 9:28 AM
ننګرهار کې د غنمو ننداریزو کروندو جوړولو په پار پر یوشمېر بزګرانو مرستې ووېشل شوې 

۲۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د دی ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې پر یوشمېر بزګرانو د غنمو د ننداریزو کروندو جوړولو په پار د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې و ویشل شوې. یاده مرسته د کرنې، ابولګولو او مالداری وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې ترسره شوه.
ددې مرستې موخه د بزګرانو د مهارتونو لوړول، د معیاري تخمونو استعمال، د سرې مؤثر کارونه او د حاصلاتو زیاتوالی دی.
په دې لړ کې هر بزګر ته  ۲۵ کیلوګرامه دغنمو اصلاح شوي تخم، ۲۵ کیلوګرامه توره،۵۰ کیلوګرامه سپینه سره د کرنیزو عملیو ترسره کولو نغدې پیسې شامل وو.
دغه پروګرام د کرنیزو معیاري لارو چارو د ترویج، د حاصلاتو د لوړوالي او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.
همدارنگه د ننګرهار په نورو ولسوالیو کې هم د کرنې ادارې ترچتر لاندې همکارو مؤسساتو له لورې د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوی سرو وېش لړۍ روانه ده.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS