د روزګان چهار چینو ولسوالی کې پر ۱۱۸ اړمنو کورنیو وزې ووېشل شوې

mail-admin
Tue, Nov 11 2025 9:46 AM
د روزګان چهار چینو ولسوالی کې پر ۱۱۸ اړمنو کورنیو وزې ووېشل شوې

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د چارچینو په ولسوالی کې د افغان پرمختیايي مؤسسې په مالي ملاتړ او د یاد ریاست په تخنیکي همکارۍ، پر ۱۱۸ اړمنو او مستحقو کورنیو وزې ووېشل شوې.
د روزګان دکرنې ریاست د چارواکو په خبره له مخکينۍ سروې وروسته، د ګډې کمېټې له لوري مستحقې کورنۍ په نښه شوې وې. د مالدارۍ او صحت حیواني آمریت تر مستقیم نظارت لاندې، د ولسوالی استازي، د کرنې او مالدارۍ استازو او د افغان پرمختیايي مؤسسې استازي په حضور کې د وېش چارې ترسره شوې.
د معلوماتو له مخې، هرې کورنۍ ته دوه  اصلاح شوي «چیلۍ نسل» وزې ورکړل شوې چې ټولې یې ۲۳۶ راسې کېږي. یادې وزې د قرنطین موده بشپړه کړې وه.
همدارنګه، دغو ۱۱۸ کورنیو ته د کورنۍ پر سر دوه بوجۍ، هره یوه ۵۰ کیلوګرامه ګډه حیواني خوراکه هم ووېشل شوه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS