هلمند کې د کب روزنې مخ پر وده صنعت؛ هره میاشت ۳۰ زره کیلوګرامه کبان تولیدېږي

mail-admin
Mon, Nov 10 2025 11:56 AM
صنعت ماهی‌پروری در هلمند رو به رشد است؛ تولید ماهانه ۳۰ هزار کیلوگرام ماهی

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولايت د کب روزنې فارمونو د ټولنې چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د کبانو د روزنې صنعت د پرمختګ په حال کې دی او اوس مهال د کبانو مياشتنی توليد شاوخوا ۳۰ زره کيلوګرامه ته رسېږي.
د هلمند د کب روزنې فارمونو د ټولنې رییس قدرت‌الله، وايي په وروستيو کلونو کې د خلکو لېوالتيا د کب روزنې ته زياته شوې او د کبانو زرګونه فارمونه په دغه ولايت کې جوړ شوي دي. نوموړي زياته کړه، چې په تېرو دوو اوونيو کې له دوو زرو زيات فارمونه ثبت او راجستر شوي دی.
 د ده په وينا، د هلمند د کب روزنې فارمونو توليدات نه يوازې د سيمې په سیمه ییزو بازارونو کې پلورل کېږي، بلکې د کابل، کندهار او غزني ولايتونو ته هم صادرېږي. نوموړي زياته کړه، چې که یادې برخې ته لا زياته پاملرنه وشي او پانګونه په کې وشي، هلمند کولای شي په لنډ وخت کې د کب د توليد په برخه کې ځان بسيا شي.
قدرت‌الله وويل، چې د فارم‌دارانو له اساسي اړتياوو څخه يوه دا ده چې د کبانو چوزې (هيچري) د توليد يو مرکز جوړ شي، څو د سوېل زون اړتياوې په دې برخه کې پوره شي.
په همدې حال کې، په هلمند کې د کب روزنې يو شمېر فارم لرونکي هم د خپلو چارو له پرمختګه خوښي څرګندوي. شاه‌محمد، د ناوې ولسوالی اوسېدونکی، وايي يو کال مخکې يې د درې زره د کبانو بچي فارم پيل کړی و، او اوس د ده د يو شمېر کبانو وزن له يو نيم کيلوګرامه څخه هم اوښتی دی.
همدارنګه، صاحب‌جان صابري، چې په لښکرګاه ښار کې د کبانو فارم لري، وايي په اته مياشتو کې يې له خپل فارم څخه چې دوه زره د کبانو چوزې په کې پالل شوي و ښه حاصل ترلاسه کړی دی. نوموړي له پانګه‌والو وغوښتل، چې د دې صنعت د ودې او د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره په هلمند کې پانګونه وکړي.
د هلمد ولایت د اوبو له ډېرو زېرمو او له تود اقليم سره، د هېواد له هغو مناسبو سيمو څخه شمېرل کېږي، چې د کبانو د روزنې لپاره غوره دي. کرنيز کارپوهان هيله لري، چې دا برخه به په نږدې راتلونکي کې د هېواد په سويل کې په مهمه اقتصادي سرچینه بدله شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS