د کندهار خاکریز ولسوالی کې ۳۰ بزګرانو ته د مرخیړیو خونو د جوړولو توکي ووېشل شول

mail-admin
Sun, Nov 09 2025 11:58 AM
د کندهار خاکریز ولسوالی کې ۳۰ بزګرانو ته د مرخیړیو خونو د جوړولو توکي ووېشل شول

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو.ان.او.ډې.سي) په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ، د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالی ۳۰ تنه بېوزله بزګرانو ته د مرخیړیو خونو جوړولو لپاره اړین توکي ووېشل شول.
د کندهار د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، د مرستو د شفاف او عادلانه وېش لپاره یوه ګډه کمېټه جوړه شوې وه. د دې پروګرام په لومړي پړاو کې د بزګرانو نوم‌لیکنه ترسره شوه، وروسته د مرخیړیو د کرنې او خونو د جوړولو په اړه روزنیز ورکشاپونه تنظیم شول، او په پای کې هر بزګر ته د خونو د جوړولو لپاره ۲۵ قلمه توکي ووېشل شول.
یاد توکي کې ۶۰ کیلو سپین واښه، دوه لرګین چوکاټونه، یوه لمریزه هنداره، یوه بیټرۍ، یو لوی هوا ایستونکی، یو دیګ، ۴۰۰ لیټره د اوبود زېرمه کولو ټانکی، دوه د ګازو ډبې، یوه لویه چوله، ۲۰ کیلو مایع ګاز، یو کنټرولر، یو ډیجیټلي ترمامیتر، ۱۶ متره پلاستیک د دیوالونو لپاره، فوم د چت او سپینو وښو لپاره، د حفظ‌الصحې توکي او نور اړین وسایل شامل دي.
د هالنډ کمېټې د ترویج کارکوونکي رحیم‌الله نیازی وویل، چې د مرستو تر وېش مخکې بزګرانو ته د مرخیړیو د کرنې، خونو جوړولو او ساتنې په اړه عملي روزنه ورکړل شوې ده، تر څو هغوی وکولای شي د کورنۍ د عاید د لوړولو په موخه دغه خوني جوړې او له اقتصادي ګټې څخه برخمن شي.
د دې پروژې موخه د بزګرانو اقتصادي ملاتړ، د مرخیړیو او نویو نباتي نوعو کرنې ته وده ورکول، د کرنې سکتور ته نوې میتودونه معرفي کول او د کرنې په برخه کې د معیاري تولیداتو پراختیا بلل شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې یوه اوونۍ وړاندې هم د کندهار د کرنې ریاست د هڅو په پایله کې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ د کندهار په پنځو ولسوالیو کې ۱۲۸۰ بېوزلو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوې وې، ترڅو بزګران د اصلاح شوو تخمونو له کارونې سره بلد او د هغوی اقتصادي وضعیت پیاوړی شي.


در ولسوالی خاکریز کندهار به ۳۰ دهقان مواد لازم برای ساخت خانه‌های سمارق توزیع شد
۱۸ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جمادی‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
به کوشش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار، با حمایت مالی دفتر مبارزه با جرایم و مواد مخدر سازمان ملل متحد (UNODC) و همکاری تخنیکی کمیته هالند، به ۳۰ تن از دهقانان بی‌بضاعت ولسوالی خاکریز مواد لازم برای ساخت خانه‌های سمارق توزیع گردید.
به اساس معلومات ریاست زراعت کندهار، برای شفافیت و عدالت در روند توزیع، یک کمیته مشترک ایجاد شده بود. در مرحله نخست، ثبت‌نام دهقانان انجام شد؛ سپس ورکشاپ‌های آموزشی در مورد کشت سمارق و ساخت خانه‌های آن برگزار گردید، و در پایان، به هر دهقان ۲۵ نوع مواد و وسایل مورد نیاز برای ساخت خانه سمارق توزیع شد.
این وسایل شامل ۶۰ کیلو واښهٔ سفید (مواد کشت سمارق)، دو چارچوب چوبی، یک آینه آفتابی، یک بی‌تری، یک دستگاه هواکش بزرگ، یک دیگ، یک تانک ذخیرهٔ آب به ظرفیت ۴۰۰ لیتر، دو بالون گاز، یک چوله بزرگ، ۲۰ کیلو گاز مایع، یک کنترلر، یک ترمامیتر دیجیتالی، ۱۶ متر پلاستیک برای دیوارها، فوم برای سقف و کشت، وسایل حفظ‌الصحی و دیگر لوازم ضروری می‌باشد.
رحیم‌الله نیازی، کارمند ترویج کمیته هالند، گفت که پیش از توزیع این کمک‌ها، به دهقانان آموزش عملی در زمینه کشت سمارق، ساخت و نگهداری خانه‌های آن داده شده است تا بتوانند با استفاده از این خانه‌ها درآمد خانوادگی خود را افزایش دهند و از منافع اقتصادی آن بهره‌مند شوند.
هدف این پروژه حمایت اقتصادی از دهقانان، توسعه کشت سمارق و سایر نباتات جدید، معرفی روش‌های نوین به سکتور زراعت و گسترش تولیدات معیاری زراعتی عنوان شده است.
شایان ذکر است که یک هفته پیش نیز، در نتیجه تلاش‌های ریاست زراعت کندهار و با حمایت مالی کمیته هالند، به ۱۲۸۰ دهقان بی‌بضاعت در پنج ولسوالی ولایت کندهار تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیایی توزیع شده بود تا دهقانان با استفاده از تخم‌های اصلاح‌شده آشنا شوند و وضعیت اقتصادی آنان بهبود یابد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS