کندهار کې نږدې ۱۳۰ زره څاروي د ریخک او پروتوزوایي ناروغیو پر وړاندې واکسین شوي

mail-admin
Sat, Nov 08 2025 2:13 PM
کندهار کې نږدې ۱۳۰ زره څاروي د ریخک او پروتوزوایي ناروغیو پر وړاندې واکسین شوي

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په نتیجه کې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ د کندهار په لسو ولسوالیو کې ۱۲۸ زره او ۳۵۰ کوچني څاروي د لیونتوب (ریخک) او پروتوزوایي ناروغیو پر وړاندې وقایوي واکسین شوي دي.
یاد کمپاین چې د درېیو اوونیو په اوږدو ترسره شو، په ترڅ کې یې ۸۵ زره او ۶۰۰ کوچني څاروي د چنجیو پر ضد درمل شوي او ۴۲ زره او ۷۵۰ نور د څارویو د لیونتوب (ریخک) ناروغۍ پر وړاندې واکسین شوي دي. دا واکسینونه د کندهار په پنجوايي، میوند، ارغستان، سپین بولدک، خاکریز، ارغنداب، دامان، ډنډ، غورک او نېش ولسوالیو کې د سیمې د ثبت شویو کلینیکونو له‌خوا په هر څاروي ۲ افغانۍ لګښت سره تطبیق شوي دي.
د کندهار د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، د یاد وقایوي کمپاین موخه د ژمي له راتګ سره د پروتوزوایي ناروغیو مخنیوی، د مالدارۍ سکتور ته سالمه وده او پراختیا ورکول، د ناروغیو د رامنځته کېدو دمخه وقایوي تدابیر نیول او د مالدارانو اقتصادي ملاتړ دی.
مالداران د دې کمپاین له پلي کېدو خوښي څرګندوي او وایي، د کرنې ریاست او د هالنډ کمیټې له‌خوا ورته په مهمو وختونو کې د وقایوي واکسینونو او درملو برابرول د دوی لپاره ستره مرسته ده. دوی هیله څرګنده کړه، چې دا ډول وقایوي پروګرامونه دې په راتلونکي کې هم دوام ومومي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، په دې وروستیو کې د ۸۰ زرو کوچنیو څارویو لپاره د طاعون ناروغۍ د مخنیوي وقایوي کمپاین هم بشپړ شوی دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS