د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نويو رییسانو پېژندنه

user-admin
Sun, Nov 02 2025 8:35 AM

 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د وړاندیز او د اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د منظوري پر بنسټ، محمد اکبر امیني چې مخکې د یاد وزارت د اداري رییس په توګه دنده ترسره کوله، د خصوصي سکتور د پراختیا رییس وټاکل شو، او مفتي عبدالغفور بخاري، چې پخوا د خصوصي سکتور د پراختیا رییس و، د کرنې وزارت د اداري رییس په توګه وګمارل شو.
د کرنې وزارت د یو شمېر رییسانو او کارمندانو په شتون کې د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې، نوي رییسان اړوندو کارکوونکو ته معرفي شول او پپه رسمي توګه یې خپلې دندې پیل کړې.
په دغه مراسمو کې د کرنې وزارت مسؤلینو د وزارت د بېلابېلو ادارو ترمنځ د همکارۍ پر اهمیت او د نويو رییسانو پر مهم رول ټینګار وکړ، څو د ادارې مدیریت لا ښه، کرنیزې خدمات آسانه او د تولید کچه نوره هم لوړه شي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو هیله وښوده، چې د یادو نويو رییسانو ټاکنه به د هېواد د کرنیز سکتور د لا پراختیا او د بزګرانو لپاره د خدماتو د ښه‌والي لامل شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS