د کرنې وزارت وياند د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالی د انارو بڼونو څخه لیدنه وکړه

user-admin
Sat, Nov 01 2025 5:36 PM
د کرنې وزارت وياند د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالی د انارو بڼونو څخه لیدنه وکړه

 

۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس او ویاند مولويشېر محمد حاتمي، کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د ارغنداب په ولسوالی کې د انارو له بڼونو څخه لېدنه وکړه.
د لېدنې پر مهال، د کرنې وزارت ویاند له نږدې د انارو د تولید وضعیت، د حاصلاتو د راټولولو بهیر او د بڼوالو له ستونزو سره آشنا شو. نوموړي د انارو د بڼونو په ساتنه او پراختیا کې د بڼوالو د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې د کرنې وزارت د انارو د تولیدوونکو د ملاتړ او د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي ډول د کندهار د انارو، د بازارموندنې د ښه‌والي لپاره ځانګړي پروګرامونه په پام کې لري.
د کرنې وزارت ویاند زیاته کړه، چې د کندهار انار د هېواد له مهمو صادراتي محصولاتو څخه دی، او هڅې روانې دي چې د بسته‌بندۍ، پروسس او بازارموندنې د ښه‌والي له لارې، د دې محصول سوداګریز ارزښت په کورنیو او بهرنیو بازارونو کې نور هم لوړ شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS