د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ایران د اصفهان پلاست شرکت له چارواکو سره وکتل

mail-admin
Tue, Oct 28 2025 9:47 AM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ایران د اصفهان پلاست شرکت له چارواکو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د خپل کار په دفتر کې د ایران د اصفهان پلاست شرکت له اجرایوي مدیر مسعود روضاتي او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې د کرنیزو، اوبولګولو او بڼوالۍ فعالیتونو د پراختیا، د کرنیزو وسایلو د لېږد، د څاڅکي او عصري اوبولګولو د سیستمونو د ترویج، د نړۍ د نوې کرنیزې ټکنالوژۍ د پیژندنې، د غنمو او نورو ارزښتناکو نباتاتو د کرلو او د افغان بزګرانو د روزنې په برخو کې د همکارۍ پر زیاتولو بحث او نظرونه تبادله شول.
ایراني پلاوي د کرنې او مالدارۍ مرستیال څخه وغوښتل، چې د مخکښو بزګرانو د معرفي، د ځمکو د اجارې او د کاري اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
مولوي صدراعظم عثماني د اصفهان پلاست شرکت د علاقې او هڅو له امله مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د کرنې وزارت په افغانستان کې د دې شرکت د فعالیتونو د اسانتیا او هر ډول همکارۍ لپاره چمتو دی.
د اصفهان پلاست شرکت د ایران له مخکښو او فعالو شرکتونو څخه ده، چې د څاڅکي او باراني اوبولګولو په برخه کې د سیمې له ګڼو هېوادونو سره همکاري لري او په بېلابېلو کرنیزو برخو کې یې پانګونه کړې ده.

دیدار معین زراعت و مالداری با مدیرعامل شرکت اصفهان پلاست ایران
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با مسعود روضاتی، مدیرعامل شرکت اصفهان پلاست ایران و هیئت همراهش دیدار کرد.
در این دیدار روی گسترش همکاری‌ها در زمینه فعالیت‌های زراعتی، آبیاری، باغداری، انتقال تجهیزات زراعتی، ترویج سیستم آبیاری قطره‌ای و روش‌های نوین زراعتی در جهان، همچنان کشت تخم گندم و نباتات با ارزش و آموزش دهقانان افغانستان بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
هیئت ایرانی از معین زراعت و مالداری خواست تا در زمینه معرفی دهقانان پیشتاز، اجاره زمین و فراهم‌سازی سهولت‌های کاری با آنان همکاری نماید.
مولوی صدراعظم عثمانی ضمن ابراز سپاس از علاقه‌مندی و فعالیت‌های شرکت اصفهان پلاست در عرصه زراعت و آبیاری، اطمینان داد که وزارت زراعت آماده هرگونه همکاری و تسهیل امور برای این شرکت در افغانستان می‌باشد.
شرکت اصفهان پلاست از شرکت‌های فعال و پیشتاز ایرانی در عرصه آبیاری قطره‌ای و بارانی بوده و با ده‌ها کشور منطقه همکاری دارد. این شرکت در بخش‌های مختلف زراعتی نیز سرمایه‌گذاری نموده است.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS