کندهار کې د لمرګلي نبات د پراختیا په پار هڅې، د ټیکا له استازو سره د لمرګلي نبات د پراختیا په پار ناسته وشوه

mail-admin
Mon, Oct 27 2025 1:03 PM
کندهار کې د لمرګلي نبات د پراختیا په پار هڅې، د ټیکا له استازو سره د لمرګلي نبات د پراختیا په پار ناسته وشوه

۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان په مشرۍ، د کندهار ولایت په کرنې ریاست کې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (ټیکا) له استازو سره د لمرګلي نبات د کرنې او پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه.
د یادې ناستې موخه د لمرګلي نبات د کرنې، پراختیا او د هغې د حاصل د پروسس او استخراج د اسانتیاوو په اړه د دواړو لورو ترمنځ د همکارۍ د لارو چارو ارزونه وه.
په ناسته کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان، د کندهار د کرنې رییس مولوي عبدالرشید منیب، او د ټیکا د کابل دفتر رییس آکین اردوغان ګډون کړی و.
په پیل کې د ټیکا رییس آکین اردوغان د کندهار د اقلیم او خاورې ځانګړتیاوې د لمرګلي نبات د کرنې لپاره مناسبې وبللې او زیاته یې کړه چې دا نبات د کندهاري بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره یو ارزښتمن انتخاب دی.
ورپسې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان وویل، وزارت هڅه کوي د لمرګلي نبات د کرنې ترڅنګ، د غوړیو د پروسس او استخراج د ماشینرۍ په برخه کې هم د اړوندو ادارو مرسته جلب کړي، څو بزګران وکولای شي له خپلو حاصلاتو زیات عاید ترلاسه کړي.
نوموړي د ټیکا له استازو وغوښتل، چې د نوروزي څېړنیز فارم د اوبو د ستونزې په حل کې هم تخنیکي او مالي ملاتړ وکړي، څو د اوبولګولو سیستمونه اغېزمن شي او د کرنیزو څېړنو پایلې لا پیاوړې شي.
د ټیکا رییس آکین اردوغان د مرستیال وزیر د خبرو هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د غوړیو د تولید ماشینرۍ برابرولو او د څېړنیزو فارمونو د اوبو ستونزو د حل په برخه کې به همکاري کوي.
په پای کې، د کندهار د کرنې رییس مولوي عبدالرشید منیب د ټیکا له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې راتلونکی کال به د لمرګلي نبات د کرنې او پراختیا لپاره لا پراخې هڅې ترسره شي.


تلاش‌ها برای گسترش کشت آفتاب‌گردان در کندهار؛ نشست مشترک با نمایندگان اداره «تیکا» برگزار شد
۵ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف گسترش کشت و توسعه نبات آفتاب‌گردان، نشستی در ریاست زراعت ولایت کندهار میان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری مولوی باز محمد فیضان و نمایندگان اداره همکاری و هماهنگی ترکیه (تیکا) برگزار گردید.
هدف از این نشست، بررسی راه‌های همکاری میان دو طرف در زمینه کشت، توسعه، و ایجاد سهولت‌ها برای پروسس و استخراج محصول آفتاب‌گردان عنوان شده است.
در این نشست، مولوی باز محمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، مولوی عبدالرشید منیب رییس زراعت ولایت کندهار و آکین اردوغان رییس دفتر تیکا در کابل حضور داشتند.
در آغاز، رییس اداره تیکا آکین اردوغان اقلیم و خاک کندهار را برای کشت آفتاب‌گردان بسیار مناسب خواند و افزود که این نبات می‌تواند نقش مهمی در تقویت اقتصادی دهقانان کندهاری داشته باشد.
سپس مولوی باز محمد فیضان گفت که وزارت زراعت تلاش دارد تا علاوه بر گسترش کشت آفتاب‌گردان، زمینه همکاری نهادهای مربوط را در بخش تهیه ماشین‌آلات پروسس و استخراج روغن نیز فراهم سازد تا دهقانان بتوانند از حاصلات خود عواید بیشتری به‌دست آورند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS