پکتیا کې ۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

mail-admin
Mon, Oct 27 2025 9:17 AM
پکتیا کې ۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د افغان سوله جوړونکو موسسې په همکارۍ او ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې«اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د احمدابا، وزي ځدران او څمکنیو ولسوالیو پر ۱۵۰۰ اړمنو بزګرانو د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه.
د وېش په مراسمو کې د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي، د ولایت مقام استازی، د احمدابا ولسوالی ولسوال، د کرنیزو چارو آمر عبدالله حلیمزی، د ترویج مدیر، د افغان سوله جوړونکو موسسې مسئولین، بزګران او قومي مشران ګډون کړی وو.
د  پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د همکارو موسسو څخه مننه وکړه او بزګرانو ته یې وویل: «هڅه وکړئ یاد اصلاح شوي تخمونه په خپلو ځمکو کې وکرئ، تر څو ښه حاصل ترلاسه کړئ».
ښاغلي هاشمي زیاته کړه، چې د یاد پروګرام له لاری، هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوي غنم، ۵۰ کیلوګرامه توره سره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره په وړیا ډول ورکول کېږي. نوموړي وویل، د دې پروګرام موخه دا ده چې اړمن بزګران اقتصادي پیاوړي شي او په خپلو پښو ودریږي.

آغاز روند توزیع تخم‌های بذری اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی برای ۱۵۰۰ دهقان در پکتیا
روند توزیع تخم‌های بذری اصلاح‌شده گندم و کودهای کیمیاوی برای ۱۵۰۰ دهقان نیازمند در ولایت پکتیا آغاز شد.
این روند از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری پکتیا با همکاری موسسه افغان سوله‌جوړونکو و حمایت مالی سازمان غذایی و زراعت ملل متحد راه‌اندازی گردیده است.
در مراسم آغاز این برنامه، مولوی سید امین هاشمی رئیس زراعت پکتیا، نماینده مقام ولایت، ولسوال احمدآبا، آمر امور زراعتی عبدالله حلیم‌زی، مدیر ترویج، مسئولان موسسه افغان سوله‌جوړونکو، دهقانان و بزرگان قومی اشتراک داشتند.
مولوی سید امین هاشمی ضمن قدردانی از موسسات همکار، از دهقانان خواست تا تخم‌های اصلاح‌شده را در زمین‌های خود کشت کنند تا حاصل بهتر و بیشتری به‌دست آورند.
او افزود که در چارچوب این برنامه، برای هر دهقان ۵۰ کیلوگرام تخم بذری اصلاح‌شده گندم، ۵۰ کیلوگرام کود کیمیاوی سیاه و ۵۰ کیلوگرام کود کیمیاوی سفید به‌گونه رایگان توزیع می‌شود.
به گفته رئیس زراعت پکتیا، هدف از اجرای این برنامه تقویت اقتصادی دهقانان نیازمند و کمک به خودکفایی آنان در بخش زراعت است.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS