بلخ کې د بزګرانو د ملاتړ په موخه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

mail-admin
Mon, Oct 27 2025 8:54 AM
بلخ کې د بزګرانو د ملاتړ په موخه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د بلخ ولایت د نهرشاهي، چمتال او بلخ ولسوالیو یو شمېر کروندګرو ته د بزګرانو د ملاتړ او همکارۍ د پیاوړتیا په موخه یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
یاد سیمینار د نهرشاهي ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت په هڅو او د «سنايي» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ په یاده ولسوالی کې ترسره شو. د سیمینار موخه د بزګرانو او دولتي ادارو ترمنځ د اړیکو ساتنه، د کرنیزو خدمتونو د لا اغېزمنتیا زیاتول او د بزګرانو ملاتړ ښودل شوي دي.
د سیمینار ګډونوال د کرنې په پرمختګ، د تخنیکي همکارۍ اړتیا، او د کرنیزو خدمتونو په همغږۍ ټینګار وکړ.
په پای کې، د «سنايي» مؤسسې استازو له ګډونوالو بزګرانو سره د هر ډول مرستې او دوامداره همکارۍ ژمنه وکړه، او وویل چې د راتلونکو پروګرامونو له لارې به د بزګرانو د ظرفیت لوړولو او د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS