د خوست ګربزو ولسوالی کې پر سل بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وویشل شوې

mail-admin
Mon, Oct 27 2025 9:03 AM
د خوست ګربزو ولسوالی کې پر سل بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وویشل شوې

د خوست ولایت د ګربزو ولسوالی سل مستحقو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د نړۍوالو بنسټونو په ملاتړ وویشل شوې.
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د ګربزو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت په څارنه، د «اې.ډي.اې» مؤسسې په همکارۍ او او د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو.اف.پي» په مالي ملاتړ، سل مستحقو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
په دې ویش غونډه کې د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مرستیال مولوي اسلم خان منیب هم ګډون درلود. نوموړي د بزګرانو د هڅونې ترڅنګ وویل، چې د کرنې ریاست هڅه کوي د معیاري تخمونو او سرو د وېش له لارې د کرنیزو حاصلاتو کچه لوړه او د ځان‌بسیا کرنې بنسټ لا پیاوړی کړي.
دغه پروګرام د ګربزو ولسوالی د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا، د غنمو د تولید د زیاتوالي او د خوړو د خوندیتوب د ټینګښت په موخه عملي شوی دی.


در ولسوالی گربز ولایت خوست برای صد تن از دهقانان تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی توزیع شد
برای صد تن از دهقانان مستحق ولسوالی گربز ولایت خوست تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت با همکاری مؤسسه اې.دی.اې و حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP) توزیع گردید.
این روند زیر نظر مدیریت عمومی امور زراعتی ولسوالی گربز و در هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری خوست اجرا شد.
در مراسم توزیع، مولوی اسلم‌خان منیب معین ریاست زراعت خوست حضور داشت. او ضمن تشویق دهقانان اظهار داشت که ریاست زراعت تلاش می‌ورزد تا از طریق توزیع تخم‌ها و کودهای معیاری، سطح تولیدات زراعتی را افزایش داده و پایه‌های خودکفایی زراعتی را استحکام بخشد.
این برنامه به هدف توانمندسازی اقتصادی دهقانان ولسوالی گربز، افزایش تولید گندم و تأمین امنیت غذایی عملی گردیده است.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS