کندهار کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو ستر چکډېم د جوړېدو چارې پیل شوې

mail-admin
Sat, Oct 25 2025 2:07 PM
کندهار کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو ستر چکډېم د جوړېدو چارې پیل شوې

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودجې په مټ، د کندهار ولایت د کښته شاولیکوټ ولسوالی په کندلانو کلي کې د یو لوی چکډېم د جوړېدو چارې رسماً پیل شوې. د یاد چکډېم ټول لګښت ۱۶ میلیونه او ۸۳۶ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د یاد چکډېم د پرانیستې په مراسمو کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان، د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرشید منیب، د ولایت مقام استازي، د کرنې وزارت تخنیکي پلاوی او ګڼ شمېر سیمه‌ییز اوسېدونکي ګډون درلود.
په دې مراسمو کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به د کندهار په ګډون د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ورته چکډېمونو د جوړولو هڅې دوامدارې وساتي. ښاغلی فیضان زیاته کړه، اسلامي امارت هڅه کوي د اوبو د مهار، مدیریت او مؤثر استعمال لپاره بزګرانو ته لازم امکانات برابر کړي.
د کندهار د کرنې رییس مولوي عبدالرشید منیب وویل، چې د کرنې ریاست د بزګرانو د ظرفیت لوړولو، د عامه پوهاوي د زیاتوالي، د مالدارانو د ملاتړ او د اوبو د مهار لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي. نوموړي له بزګرانو وغوښتل، چې د اوبو د ضایع کېدو مخه ونیسي او د مؤثرې کرنې او نباتي ناروغیو د مخنیوي په برخه کې له متخصصینو سره مشورې وکړي.
د طبیعي سرچینو آمریت انجنیر نورمحمد همکار د پروژې تخنیکي جزئیات شریک کړل او ویې ویل، چې دا چکډېم ۱۳.۵ متره جګوالی، ۶ متره عرض، ۱۲۲ متره اوږدوالی او ۵۰ کیلومتره د اوبو نیولو ساحه لري. د چکډېم جوړولو چارې به د یو خصوصي شرکت له لوري په درېیو میاشتو کې په ډبرین او معیاري ډول بشپړې شي. د نوموړي په وینا، دغه چکډېم به د ۱.۶ میلیونه متره مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت ولري، چې له لارې به یې شاوخوا ۱۸ زره بزګران د ۹ زره جریبه ځمکو خړوبولو څخه ګټه پورته کړي.
دغه چکډېم به د موسمي اوبو د مهار او زېرمه کولو، د سیلابونو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د لوړولو، د کاریزونو د پیاوړتیا او د وچکالۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې مهم رول ولوبوي. همدارنګه، د پروژې د تطبیق له امله به سیمه‌ییزو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې ریاست چارواکي د وچکالۍ پر وړاندې خپلې هڅې چټکې کړي دي. یوازې څو ورځې وړاندې، په دې ولایت کې د درېیو ولسوالیو لپاره د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یو چکډېم د جوړېدو او دوو نورو د بیارغونې چارې هم پیل شوې وې.

در کندهار کار ساخت یک چک‌دم بزرگ به هزینه ۱۶ میلیون افغانی آغاز شد
۳ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جمادی‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان از بودجه انکشافی خویش کار ساخت یک چک‌دم بزرگ را در قریهٔ کندلان ولسوالی کښته شاولیکوت ولایت کندهار رسماً آغاز کرد. مجموع هزینه این چک‌دم ۱۶ میلیون و ۸۳۶ هزار افغانی برآورد شده است.
در مراسم افتتاح این پروژه، مولوی بازمحمد فیضان معاون آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، مولوی عبدالراشید منیب رئیس زراعت، آبیاری و مالداری کندهار، نمایندگان مقام ولایت، هیئت تخنیکی وزارت و شمار زیادی از باشندگان محل حضور داشتند.
مولوی بازمحمد فیضان در این مراسم اطمینان داد که امارت اسلامی تلاش‌های خود را برای ساخت چک‌دم‌های مشابه در ولایت کندهار و سایر نقاط کشور به‌گونه دوامدار ادامه خواهد داد. او افزود که امارت اسلامی می‌کوشد تا برای مهار، مدیریت و استفاده مؤثر از آب‌ها، امکانات لازم را در اختیار دهقانان قرار دهد.
مولوی عبدالراشید منیب رئیس زراعت کندهار گفت که ریاست زراعت گام‌های عملی را در راستای ارتقای ظرفیت دهقانان، افزایش آگاهی عامه، حمایت از مالداران و مهار آب‌ها برداشته است. او از دهقانان خواست تا از ضایع شدن آب جلوگیری کنند و در زمینه زراعت مؤثر و جلوگیری از بیماری‌های نباتی با متخصصان مشوره نمایند.
انجنیر نورمحمد همکار، آمر منابع طبیعی، جزئیات تخنیکی پروژه را شریک ساخته و گفت که این چک‌دم دارای ۱۳.۵ متر بلندی، ۶ متر پهنا، ۱۲۲ متر درازا و حوزهٔ آب‌گیری به وسعت ۵۰ کیلومتر مربع است. کار ساخت آن توسط یک شرکت خصوصی در مدت سه ماه به‌صورت سنگی و معیاری تکمیل خواهد شد.
به گفته او، این چک‌دم ظرفیت ذخیره‌سازی ۱.۶ میلیون مترمکعب آب را دارا بوده و از طریق آن حدود ۱۸ هزار دهقان از آبیاری ۹ هزار جریب زمین بهره‌مند خواهند شد.
این چک‌دم در بخش مهار و ذخیره آب‌های موسمی، جلوگیری از سیلاب‌ها، بلندبردن سطح آب‌های زیرزمینی، تقویت کاریزها و مبارزه با خشک‌سالی نقش مهمی ایفا خواهد کرد. همچنان، با تطبیق این پروژه زمینهٔ کاری برای شماری از باشندگان محل نیز فراهم می‌شود.
شایان ذکر است که ریاست زراعت کندهار تلاش‌های خود را در مبارزه با خشک‌سالی شدت بخشیده است. تنها چند روز پیش، در این ولایت کار ساخت یک چک‌دم جدید و بازسازی دو چک‌دم دیگر در سه ولسوالی به هزینه ۴.۵ میلیون افغانی نیز آغاز شده بود.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS