دلغمان د کرنې رییس د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو ریاست له راغلي پلاوي سره وکتل

mail-admin
Sat, Oct 25 2025 1:29 PM
دلغمان د کرنې رییس د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو ریاست له راغلي پلاوي سره وکتل

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د کرنې وزارت د طبیعي ځنګلونو د تنظیم آمر مولوي سمیع الله ساحل په مشرۍ د راغلي پلاوي سره د چارو د همغږۍ په موخه وکتل.
په دغه لیدنه کې د پلاوي مشر مولوي سمیع الله ساحل وویل، د دوی د سفر موخه د طبیعي سرچینو تر چتر لاندې د روانو پروژو څارنه، د شته ستونزو ارزونه او د هغو د حل لارې موندل دي.
نوموړي زیاته کړه، سږکال د لغمان ولایت لپاره د طبیعي سرچینو په اړوند برخه کې د چهارمغزو د نیالګیو کرل، د نیالګیو ساتنه او سرسبزي، د ځنګلونو د اورلګېدنې د مخنیوي وسایلو پېر او همدارنګه د دولت‌شاه ولسوالی د ګډیالې ساتل شوې سیمې اړوند وګړو ته د عامه پوهاوي پروژې منظورې شوې دي.
د پلاوي مشر څرګنده کړه، چې د یادو پروژو د فعالیتونو څارنه او د بودیجې د مصرف څرنګوالی به له نږدې وڅېړل شي.
همدارنګه د کرنې ریاست د طبیعي ځنګلونو د آمریت کارکوونکو د دغو پروژو د تطبیق په اړه خپل معلومات وړاندې کړل او خپلې ستونزې یې هم شریکې کړې.
دلغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد د پلاوي هرکلی او مننه وکړه، چې د پروژو د ښه تطبیق په موخه یې لغمان ته سفر کړی دی. هغه ډاډ ورکړ چې ټولې چارې به د اصولو او مقرراتو له مخې په شفاف ډول ترسره شي.
هغه د ریاست اړوندو کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې د پراختیایي پروژو منظور شوې بودیجه په وخت، شفاف او پرځای مصرف کړي او خپلې هڅې لاپسې ګړندۍ کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS