لغمان کې د ۳۰ هکټاره ځمکې په ساحه کې د بیرې بوټو د کرلو لړۍ پیل شوه

mail-admin
Sat, Oct 25 2025 9:22 AM
لغمان کې د ۳۰ هکټاره ځمکې په ساحه کې د بیرې بوټو د کرلو لړۍ پیل شوه

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یو.ان.ډي.پي» په مالي ملاتړ او د باغبان بزرګ کرنیز شرکت په تخنیکي همکارۍ، د مرکز مهترلام د کچور شمټي په سیمه کې د ۳۰ هکټاره ځمکې په ساحه کې د بیرې د ځنګل د احداث پروژې د فعالیتونو په لړ کې د بیرې بوټو د کینولو لړۍ پیل شوه.
د یادې پروژې د بوټو د کېنولو د پرانیستې مراسم د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد، د طبیعي سرچینو آمر مولوي ګل رسول زبیر، د بیرې او جلغوزیو د ځنګلونو د تنظیم مدیر انجینر دادمیر تلاش، د اوبولګولو د نویو ټکنالوژیو د رواجولو مدیر محمد شاکر حمیدي، د باغبان بزرګ کرنیز شرکت مرستیال انجینر یحیی امرخیل او د سیمې د قومي مشرانو په لاس د څو بوټو په کینولو رسماً پیل شوه.
د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد په خپلو خبرو کې وویل:«په مرکز کچور شمټي سیمه کې د ۳۰ هکټاره ځمکې په ساحه کې د بیرې ځنګل جوړېږي، چې پکې به شاوخوا ۵۰ زره بوټي وکرل شي. په دې پروژه کې نږدې ۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.»
هغه زیاته کړه، چې د پروژې لومړی پړوا کې دوه د اوبو زېرمې، دوه لمریز سیستمونه او دوه سمرسیبل پمپونه هم نصب شوي دي. نوموړي له قومي مشرانو وغوښتل، چې د دې پروژې د پلي کولو او بوټو د ساتنې په برخه کې جدي همکاري وکړي، ځکه دا پروژه د هغوی د هوساینې او چاپېریالي ښه‌والي لپاره پلي کېږي.
مولوي عبدالستار محمد د «یو.ان.ډي.پي» او تخنیکي همکار شرکت څخه وغوښتل، چې د ژمي د سړې هوا له کبله د زیانمنو شوو نیالګیو د بیاکینولو لپاره د ناغه‌ګیري چارې هم ترسره کړي.


آغاز کشت بوته‌های بیره در ساحه ۳۰ هکتار زمین در ولایت لغمان
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت لغمان با حمایت مالی برنامه انکشافی سازمان ملل متحد (UNDP) و همکاری تخنیکی شرکت زراعتی باغبان بزرگ، روند کشت بوته‌های بیره را در ساحه ۳۰ هکتار زمین در منطقه کچور شمتی مرکز مهترلام آغاز کرد.
مراسم آغاز رسمی کشت این بوته‌ها با حضور مولوی عبدالستار محمد رئیس زراعت لغمان، مولوی گل‌رسول زبیر آمر منابع طبیعی، انجنیر دادمیر تلاش مدیر تنظیم جنگل‌های بیره و جلغوزه، محمد شاکر حمیدی مدیر ترویج تکنالوژی‌های جدید آبیاری، انجنیر یحیی امرخیل معاون شرکت زراعتی باغبان بزرگ و شماری از بزرگان قومی با غرس چند نهال آغاز گردید.
مولوی عبدالستار محمد رئیس زراعت لغمان در سخنانش گفت: «در منطقه کچور شمتی مرکز لغمان در ساحه ۳۰ هکتار زمین، جنگل بیره ایجاد می‌گردد که حدود ۵۰ هزار بوته در آن غرس خواهد شد. در این پروژه برای حدود ۶۰۰ تن زمینه کار فراهم شده است.»
او افزود که در مرحله نخست این پروژه، دو ذخیره‌گاه آب، دو سیستم آفتابی و دو پمپ غوطه‌ور نیز نصب شده است. وی از بزرگان قومی خواست تا در روند تطبیق پروژه و نگهداری از نهال‌ها همکاری جدی نمایند، زیرا این پروژه به هدف رفاه مردم و بهبود محیط زیست آنان عملی می‌شود.
مولوی عبدالستار محمد همچنان از برنامه انکشافی سازمان ملل متحد و شرکت همکار تخنیکی خواست تا به‌منظور جبران خسارت نهال‌هایی که ممکن است در سرمای زمستان از بین بروند، برنامه بازکِشتی را نیز در نظر گیرند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS